د لاسرسي ځای

تازه خبر

درې مسید جرګه: نور دا ډرامه، دا فلم او دا جنګ بندول غواړو


د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګه. تصویر له ارشیفه
د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګه. تصویر له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګې د جنورۍ پر ۱۱مه غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه دې په سیمه کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي او امن دې راولي.

دا په تېرو څو اونیو کې څوهم ځل دی چې دا جرګه د ډیپټي کمېشنر ټانک په غولي یا جار (کمپاونډ) کې کېږي او د امن پر ځای کولو غوښتنې تکراروي.

په دې باب د درې مسید جرګې یوه مشر ملک سعید انور له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل چې په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د امن راوستلو په موخه د ''راه نجات'' په نامه عملیات پیل کړل. ''خو دا نجات داسې ښکاري چې دوی زموږ له قومه غوښت نه د بدامنۍ او بې روزګارۍ نه. هره ورځ هدفي وژنې کېږي، خلک خوندي نه دي، چې یوه وړه پېښه وشي نو په بدل کې خلک شکنجه کېږي. نو د دې لپاره مسید قام راپورته شوی دی او غوښتنه کوي چې کور کمانډر دې موږ ته راشي، ځکه چې د امن او امان زمه واري د ریاست وي او خاصکار پاس په وزیرستان کې نه پولیس شته، نه انتظامیه شته، په هرځای کې پوځ دی. نو ځکه موږ له کور کمانډره مطالبه کوو چې موږ ته دې امن راکړي او د امن مطالبه خو دوی [پوځ] هم کوي. او که دا غوښتنې مو نه مني نو ټول قوم به وزیرستان بیرته خالي کوي او یا به دواړه لویې لارې د جنډولې او واڼه هغه تړي.''

د درې مسید جرګې یو بل مخور اېډوکېټ شېرپاو مسید وايي چې نور د وزیرستان ولسونه نه د پوځ، نه د طالب او نه د ولس وینه تویول غواړي، دوی یکه یوه غوښتنه لري او هغه په سیمې کې امن غواړي.

نوموړی وايي، چې امن تړلی دی د پوځ له مشر او له ډي، جي، ای اېس ای سره. د ده په وینا امن خو مسید قام نه دی خراب کړی، مسید قام نور دا باب ختمول غواړي. یو خوا طالبان دي او بلخوا پوځ دی. د دوی ترمینځ چې لانجه راشي نو په بدل کې یې عام ولس تنګول کېږي. ''نن زه مرم، سبا بل مري او بل ورځ بل. اخر ترڅو به موږ وژل کېږو. موږ نور دا ډرامه، دا فلم او دا جنګ بندول غواړو.''

خو د روانې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د جنوبي وزیرستان ډپټي کمیشنر خالد اقبال مشال رېډیو ته ویلي ول چې په جنوبي وزیرستان کې د امن حالات تر پخوا ښه شوي دي. د ده په وینا د ترهګرۍ پېښو مخنیوي لپاره یې هم اقدامات کړي دي. دی زیاتوي چې د امن مطالبه بېخي جایزه ده. چې تعاون وي، امن به راځي. امن تر ډېره راغلی هم دی. د مخکیني او اوسني وزیرستان ترمینځ ډېر فرق دی، خپله کور کمانډر هم ویلي ول چې دی به خپله جنوبي وزیرستان ته درومي او د هغه ژمنه پر ځای ده.

د جنوبي وزیرستان درې مسید بله جرګه د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه نېټه بیا د ډیپټي کمیشنر ټانک په غولي یا جار کې رابللې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG