د بلوچستان پخوانی ګورنر وايي، ځوانان بايد تخنيکي زده کړو ته پاملرنه ورکړي
دا ځل په اونيزه خپرونه "د مشال مرکه" کې د بلوچستان پخوانی ګورنر امان الله ياسين زی مليمه دی. نوموړی له ۲۰۰۵ز څخه تر ۲۰۰۹ز پوري د بلوچستان هاي کورټ چيف جسټس هم پاتې شوی. امان الله ياسين زی په ۲۰۱۸ز کال کې د بلوچستان ګورنر ټاکل شوی وو خو نوموړي د ۲۰۲۱ز کال په جولاي مياشت کې استفعا ورکړې وه. ياسين زی وايي، د ګورنرۍ مودي کې يې په بلوچستان کې تعليم ته زياته پاملرنه کړې وه او د پوهنتونونو شمېر يې زيات کړی وو. د نوموړي په خبره په بلوچستان کې په ځوانانو کې ډير صلاحيت دی او دوی بايد تخنيکي زده کړو ته زياته پاملرنه وکړي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.
برخې
-
فبروري ۰۹, ۲۰۲۵
بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري ۲۶, ۲۰۲۵
د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟
-
نومبر ۲۸, ۲۰۲۴
اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي
-
نومبر ۰۸, ۲۰۲۴
منصور مسيد وايي په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ خپل وجوهات دي