د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: له تحريک طالبان پاکستان سره په ډز بندۍ سلا شوي يو


فواد چودري. تصوير-ارشېف
فواد چودري. تصوير-ارشېف

د پاکستان حکومت او ناقانونه ګرځول شوی تحريک طالبان پاکستان په يوه مياشتنۍ ډز بندۍ سره سلا شوي دي.

د دې هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري د نومبر پر اتمه نېټه رسنيو ته په خپاره شوي ويډيويي پېغام کې وويل چې د يوه تړون له مخې له طالبانو سره په ډز بندۍ سلا شوي دي.

هغه زیاته کړه خبرې اترې به د پاکستان ايين او قانون په چوکاټ کې کېږي او پکې به د هېواد د حاکميت، سلامتۍ، د اړونده سيمو امنيت، ټولنيز او اقتصادي پیاوړتيا په پام کې نيول کېږي. نوموړي وويل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په خبرو اترو کې رول لوبولی دی.

له دې وروسته د نومبر پر اتمه نېټه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني هم رسنيو ته يو بيان خپور کړ چې پکې د نومبر له نهمې ( نن) څخه د ډېسېمبر تر نهمې پورې يې د ډزبندۍ اعلان کړی دی.

هغه وويل چې د نورو خبرو اترو لپاره مذاکراتي کمېټیانې جوړې شوې دي. بیان زیاتوي چې بايد دواړه غاړې د ډز بندۍ درناوی وکړي. د طالبانو بیان هم وايي چې په خبرو اترو کې د افغان طالبانو حکومت د منځګړي رول لوبوي.

د حزب اختلاف غبرګون

خو د حزب اختلاف پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري پر دې خبرو تنقيد کړی دی. د نومبر پر اتمه نېټه په اسلام اباد کې د پارلمان د ملي امنيت کمېټۍ غونډې وروسته هغه رسنيو ته وويل چې له پارلمانه پرته به هره تګلاره مشروعيت ونلري او بریالی به نه وي.

نوموړي وویل چې تحريک طالبان پاکستان پوځيان، د هېواد مشران او د پېښور ارمي پبلک سکول ماشومان وژلي دي نو ولسمشر، وزيراعظم او بهرنيو چارو وزیر څوک دي چې په خپل سر له دغو وسله والو سره مذاکرات کوي؟

"زه فکر کوم چې د پاکستان چې هره تګلاره وي د هغې منظوري به پارلمان ورکوي او په اتفاق رايې به جوړېږي نو دا بیا بهتره پالیسي هم وي او مشروعيت به هم لري."

د پاکستان چارواکو پر تحريک طالبان پاکستان باندې د پیپلز پارټۍ د مشرې او پخوانۍ وزیراعظم بېنظير بوټو د وژلو تور پورې کړی وو. هغه د ۲۰۰۷زکال د ډېسېمبر پر ۲۷مه نېټه د راولپندۍ په لياقت باغ کې په ځانمرګې بريد کې وژل شوې وه.

د دې ترڅنګ د ملي جمهوري غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ هم په مذاکراتو تنقيد کړی دی. هغه د نومبر پر اتمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې له تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات او په دې اړه د بيانيې جوړول يوه هڅه ده چې د ده په ادعا د دوی خاوره بيا په جنګي سيمه بدله کړي او د يوې بلې نیابتي جګړې لپاره يې طالبانو ته وروسپاري.

هغه زیاته کړه چې دا ځل دوی هوښيار شوي دي او د دغسې يوې هڅې مقاومت به کوي چې د ده په ادعا له مخې پښتانه د نوې سترې جګړې لپاره د سون موادو په توګه استعمال شي.

پاکستان ولې د ټي ټي پي سره د سولې مذاکرات کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د حکومت او طالبانو ترمنځ ډز بندي او مذاکرات دغه نوی پرمختګ تر هغه شاوخوا يوه مياشت وروسته شوی چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اکتوبر په مياشت کې د ترکي ټي ار ټي ټېلېويژن ته مرکه کې ویلي ول چې حکومت يې د تحريک طالبان پاکستان له هغو ځينو ډلو سره خبرې اترې کوي چې روغه جوړه غواړي.

د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو اترو د نور جزیات مشال راډیو د نومبر پر درېیمه نېټه تر ټولو له مخه په يو ځانګړي رپورټ کې خپاره کړي ول.

د پاکستان پوځ او طالبانو سرچينو هغه مهال مشال راډیو ته ويلي ول چې په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ پټ مذاکرات روان دي.

دا ډز بندي داسې وخت اعلان شوې چې تحریک طالبان پاکستان د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د افغان طالبانو له واکمنېدو راهیسې په قبایلي ضلعو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې پر پوځ او سرکاري چارواکو بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات پیل کړل چې ورسره سم، طالبان له هغې سیمې ووتل. هغه وخت ګومان کېده چې ګواکې پاکستان طالبانو ته په ماتې ورکولو کې بریالی شوی او پوځ هم په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای وروسته په بیا بیا بريا د وکړې دعوې وکړې. خو له تېر شاوخوا یو کال راهیسې طالبانو خپل فعالیتونه پراخ کړي او هغه یوشمېر ډلې چې له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې وې، ورسره بیا یوځای شوې دي.

تحريک طالبان پاکستان ډله کله جوړه شوه؟

تحریک طالبان پاکستان ډله په ۲۰۰۷ز کال کې جوړه شوې وه چې له هغه وخت راهیسې یې له حکومت سره یوشمېر موافقې کړي چې د سولې باعث نه شوې او د هرې هوکړې تر ماتېدو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی وو.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ز کال پر ۱۶م ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان تر وسله وال برید وروسته د هغې ډلې پرضد د هېواد پرکچ عملیات اعلان کړل. هغه مهال ملا فضل الله د طالبانو مشر وو چې وار له مخه افغانستان ته تښتېدلی وو. اوسمهال نور ولي مسید د تحریک طالبان پاکستان مشر دی.

پر ارمي پبلېک سکول په برید کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. په هغه حمله کې د وژل شویو او ژوبلو زده کوونکو میندو او پلرونو په اکتوبر کې په اسلام اباد کې مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې طالبان دې د بښلو پرځای عدالت ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG