د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاهد اپرېدی: افغان لوبډله سیالۍ ګټونکې لوبغاړي لري


افغان کرکټ‌ملي لوبډله
افغان کرکټ‌ملي لوبډله

مشهورو نړیوالو لوبغاړو افغان کرکټ لوبډله تر هغې وروسته ستایلې چې سکاټلېنډ ته یې ماتې ورکړه.

د اکتوبر په ۲۵مه، په شارجه کې شوې د شل اوریز نړیوال کرکټ په دې لوبه کې افغان لوبډلې ۱۹۰ منډې جوړې کړې وي. په ځواب کې یې سکاټلېنډ ټولې ۶۰ منډې وکړي او په لسو اورونو کې ټوله لوبډله اوټ شوه.

کله چې افغانستان خپل بېټينګ وکړ او سکاټلېنډ ته یې په شل اورونو کې ۱۹۱ هدف ورکړ نو د انګلېنډ لوبډلې مشهور تېزبالر، جافرا ارچر پر ټويټر وليکل چې د مجيب او راشد خان اته اورونه لري نو له دې کبله به سکاټلېنډ ته د دغه هدف ترلاسه کول مشکله وي.

همداسې وشول. سکاټلېنډ د مجيب الرحمن ځدراڼ او راشد خان په لوبولو کې ستونزې درلودې. مجيب پينځه او راشد خان څلور ویکټې واخیستې. د کرکټ مبصر او ليکوال هرشا بوګلې په څو ټويټونو کې ليکلي چې د افغان لوبډلې د کرکټ ډېر هنر زده دی او سکاټلېنډ د مجیب او راشد خان په وړاندې د مهارت پرځای د اندازې له مخې لوبه کوي.

د محمد نبي تر مشرۍ لاندې افغان لوبډله نه یوازې د بالينګ بلکې د بېټينګ لپاره هم وستایل شوه. محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي تېزې منډې وکړي چې د رحمان الله ګوربز او نجيب ځدراڼ ملګرتيا ورپسې د لوی هدف بنياد کېښود. نجيب ۵۹ او ګوربز ۴۶ منډې جوړې کړي.

د هند پخواني لوبغاړي وي وي ایس لکشمن پر ټويټر ليکلي چې افغانستان بشپړه لوبه وکړه. لومړی یې د نجيب الله په مټ ډير رنزونه جوړ کړل او بیا یې ښه بالینګ وکړ. هغه د مجيب الرحمن ستاينه کړې چې په څلورو اورونو کې یې ۵ ويکټې واخیستې.

د‌ پاکستاني کرکټ ټېم پخواني مشر شاهد اپرېدي هم پر ټويټر ليکلي چې افغان لوبډله سیالۍ ګټونکې لوبغاړي لري او د نړۍ په کچه ښه سپينر بالران. هغه زیاته کړه چې افغان لوبډله کولی شي په نړيوال شل اوریز جام کې لویو لوبډلو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG