د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اټومي ساینسپوه عبدالقدیر خان ومړ


۸۵ کلن عبدالقدیر خان د پاکستان د اټومي پروګرام "پلار" په نوم یادېده - انځور له ارشیفه.
۸۵ کلن عبدالقدیر خان د پاکستان د اټومي پروګرام "پلار" په نوم یادېده - انځور له ارشیفه.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د هېواد نومیالی اټومي ساینسپوه عبدالقدیر خان چې له یوې مودې راهیسې د اسلام اباد په روغتون کې بستر وو، د اکتوبر ۱۰مې پر سهار یې ساه ورکړه.

۸۵ کلن عبدالقدیر خان د پاکستان د اټومي پروګرام "پلار" په نوم یادېده او په ۱۹۷۶ز کال کې یې د هېواد د اټومي وسلو جوړولو څېړنیز مرکز پرانیستی وو.

د هغه هېواد دولتي ټېلېوېژن وايي، ډاکتر خان د سږو ناروغي لرله او د دولتي خبري اژانس په خبره، نوموړی په اګست کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ هم اخته شوی وو.

ډاکتر قدیر خان په ۱۹۳۶ز کال کې د هند په بوپال کې زېږېدلی وو او کورنۍ یې په ۱۹۵۲ز کال کې له هنده کراچۍ ته کډه شوې وه.

نوموړي په بېلجییم کې لوړې زده کړې کړې وې او د دوکتورا تر اخیستو وروسته پاکستان ته ستون شو.

په ۱۹۷۴ز کال کې چې هند لومړۍ اټومي ازموینه وکړه نو پاکستان هم اټومي پروګرام پیل کړ او قدیر خان په دې برخه کې خورا مهم رول لوبولی وو.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، پر قدیر خان تور پورې شوی وو چې له هالینډه یې د اورانییمو د غني کولو لپاره د بټیو جوړولو ټېکنالوژي "غلا" کړې وه چې بیا یې د پاکستان د اټومي وسلو جوړولو په پروګرام کې وکاروله.

پاکستان په ۱۹۹۸ز کال کې اټومي ازموینې وکړې او په دې توګه اټومي وسلې لرونکی هېواد شو چې تر هغې وروسته له امریکايي بندیزونو سره مخامخ شو.

د پاکستان حکومت ډاکتر قدیر خان ته د هغه د کار په بدل کې د نشان امتیاز په نوم مېډال ورکړ.

همداراز، د نوموړي شخصیت هغه وخت لانجمن شو چې ورباندې په پټه لیبیا، ایران او شمالي کوریا ته د اټومي ټېکنالوژۍ د لېږد تور پورې شو.

اسوشيېټېډ پریس اژانس وايي، امریکا پر ډاکټر خان تور پورې کړ چې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې یې ایران او شمالي کوریا ته اټومي رازونه ورکړي ول.

د اژانس په خبره، په ۱۹۸۰ز لسیزه کې چې پاکستان او امریکا په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پرضد د مجاهدینو مرسته کوله نو هغه مهال امریکايي ولسمشرانو په بیا بیا تایید کړه چې اسلام اباد اټومي وسلې نه جوړوي. دا تایید د پاکستان له لارې له مجاهدینو سره د مرستو لپاره اړین وو.

اژانس وايي، د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف تر ۲۰۰۱ز کال وروسته د اټومي رازونو د خرڅلاو په تور د ډاکتر خان پروړاندې پلټنې پیل کړې.

رویټرز اژانس وايي، هغه مهال ډاکتر خان د پاکستان له دولتي ټېلېوېژن سره په یوه مرکه کې ومنله چې اټومي رازونه یې له هېواده بهر انتقال کړي دي.

مشرف د همدې له وجې نوموړی په کور کې نظر بند کړ خو بیا یې په ۲۰۰۴ز کال کې وبښه.

په وروستیو کلونو کې ډاکتر خان زیاتره وخت له عام محضره لیرې وو.

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او د دفاعي چارو وزیر پروېز خټک په ګډون یوشمېر حکومتي چارواکو او د اپوزیشن سیاستوالانو د ډاکتر قدیر خان پر مړینه د ژور خپګان څرګندونه کړې ده.

عمران خان د اکتوبر پر ۱۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې ډاکتر خان د هغه له وصیت سره سم د اسلام اباد په فیصل جومات کې خاورو ته سپاري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG