بلوچستان کې چارواکي وايي، په هرنايي کې یې تر زلزلې وروسته مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی. د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي چې په زلزله کې یې د نړېدولو ودانیو تر کنډکپرو لاندې ډېری کښېوتي کسان را-ایستلي دي. نوموړی وايي چې سخت ژوبل کسان یې په هوايي امبولېنسونو کې کوټې ته رسولې دي. د هرنايي د عامې روغتیا څانګې مشر محمد داوود بېګا مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر پر اوومه د شپې درې بجې په راغلې زلزله کې شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زیات ژوبل دي. نوموړی وايي، په ژوبلو کې د شاوخوا ۳۵ روغتیايي حالت خراب دی.
د فېسبوک تبصرې