د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د دوایانو نرخونه زښته لوړ ختلي


خلک وایي، له تېرو شپږ میاشتې راهیسې د دوایانو په نرخونه کې له ۱۰ څخه تر ۲۰۰ پورې زیاتې شوي چې باید حکومتي ادارې د دوایانو نرخونه کم کړي.  
خلک وایي، له تېرو شپږ میاشتې راهیسې د دوایانو په نرخونه کې له ۱۰ څخه تر ۲۰۰ پورې زیاتې شوي چې باید حکومتي ادارې د دوایانو نرخونه کم کړي.  

په پاکستان کې له تېرو درېیوو کلونو راهیسې د دوایانو نرخونه څلور وارې زیات شوي چې خلک یې له ډېرو مالي ستونزو سره مخ کړي دي.

خلک وایي، له تېرو شپږ میاشتې راهیسې د دوایانو نرخونه له ۱۰ څخه تر ۲۰۰ پورې زیات شوي چې باید حکومتي ادارې د دوایانو بییې راکمې کړي.

د دوایانو د قیمتونو لوړوالي او په لیبارټریو کې د ټیسټونو د ګرانۍ پرضد پېښور های کورټ کې هم دغه شان درې مقدمې د سېټېمبر پر ۲۳مه اورېدل شوې چې پکې یوه مقدمه د پېښور های کورټ وکیل سیف الله محب کاکا خېل ده.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ويل شوي چې د موجوده حکومت له جوړېدو وروسته د هغه وخت وفاقي وزیر صحت عامر کیاني حکومت په دې وجه له وزارته ګوښه کړی وو چې هغه د دوایانو د نرخونو په یو وار د څلور چنده اضافي اجازت ورکړی وو خو دوایانې ارزانې شوې نه وې.

دا چې ولس ته د دوایانو په اخېستو کې څومره مالي ستونزه دي، د شوقدر اوسېدونکی نصرالله خان مشال راډیو ته د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل، مور یې عادي ناروغه ده، له ډېرو کلونو راهیسې ورته یو مخصوص قسم دوایي ورکوي، د دغه دوایي قیمت درې کاله وړاندې او نن وختونو په حساب سره څلور چنده شوي دي.

د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل پر اتمه په یو بیان کې ویل شوي ول چې حکومت د ۴۵ زره دوایانو په نرخونو کې ۱۵ فیصدي اضافه کړې وه چې ۴۶۳ قسمه دوایانو په نرخونو کې تر ۲۰۰ فیصدو پورې اضافه هم کړې وه.

بیا حکومت وايي، دغه اضافه د ډالر نرخ له زیاتېدو سره شوي.

په ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویل شوي دي چې ۹۴ قسمه د ژوند د بچ کولو دوایانو په نرخونو ۲۶۲ فیصدو پورې د اضافې اجازت ورکړل شوی وو او حکومت هغه وخت ويلي ول، اضافه یې ځکه کړې وه چې په مارکیټونو کې دغه دوایانې نه میلاوېدې، نو ضرورت یې محسوس کړو چې دوایانو جوړولو کمپنۍ دغه دوایانې په زیات تعداد کې جوړې کړي.

په بلوچستان کې د ټي بي‌ ناروغان زیات شوي: ډاکټر بګټی

بلوچستان حکومت د دوایانو اخیستو واک ضلعي روغتونونو ته ورکوي

کوټه کې د درملو د بیو لوړېدو خلاف مظاهره شوې

سږ کال د اګست پر ۲۵مه وفاقي کابینې د ۳۷ قسمه دوایانو په نرخونو کې د اضافې اجازت ورکړې، خو دا یې نه دي لیکلي چې څومره باید دغه دوایانې ګرانې کړل شي.

عرفان الله نومې د شوقدر/شوکدر یو بل اوسېدونکی مشال راډیو ته وايي، حکومت د دوایانو قیمتونه په داسې حالاتو کې زیات کړل چې عام ولس له وړاندې کورونا وایرس ځپلی دی.

عرفان الله وایي، حکومت خلکو ته روزګار نه ورکوي بلکې پر هر څیز ټېکسونه لګوي او اوس یې دوایانې هم ګرانې کړې دي.

نوموړی وايي، څو ورځې وړاندې یې یو ناروغ ډاکټر ته وړی وو او علاج یې د یو کال وړاندې په نسبت ۱۰۰ په ۱۰۰ ګران ورته کړی دی.

د پاکستان سرکاري ادارې (انسټېټیوټ اف چارټرډ اکاونټنټ اف پاکستان) د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل کې د معلوماتو تر مخې په پاکستان کې ۶۵۰ د دوایانو کمپنۍ رجسټرډ دي او وايي، چې په دې کې له ۳۰ څخه کمې کمپنۍ ملټي نیشنل دي. ملټي نیشنل هغه دي چې په دوه یا له دوو څخه زیاتو هیوادونو کې دوایي جوړوي او کارخانې یې وي. خو د نارجسټره کمپینو معلومات نه دې معلوم.

بلخوا ډرګ ریګولیټري اتارټي پاکستان بیا وايي، دوی په کال کې یو وار د دوایانو په نرخونو کې تر ۱۰ فیصدو پورې د اضافې اجازت ورکوي، خو د ال پاکستان فارماسسټ انډسټري مشر زاهد بختاوري بیا وايي، باید ډاکټران ناروغانو ته د دوايي د نوم پرځای د دوايي فارموله لیکلي وای،نو بیا ممکنه ده بې وزلو خلکو ته ارزانه او مالداران یې د خپلې خوښې ګرانه یا ارزانه دوایي ملاو شي.

د زاهد بختاوري په دغه مشوره یا غوښتنه د صوابۍ سرکاري روغتون یو ماهر ډاکټر اسفندیار مومند وایي، دغه مشوره یې ډېره ښه ده، خو ده زیاته کړه، باید دوايي پلورونکي دې هم ناروغانو له د ښې کمپنۍ دوايي ورکړي.

مشال راډیو کوښښ وکړو چې د صحت انتظام لپاره محکمې له چارواکو سره او په قامي اسمبلۍ کې د صحت لپاره د قایمه کمیټۍ د دوو غړو او په سېنېټ کې د دغه کمیټۍ له یوې غړې سره خبرې وکړې خو هغوی د خپلو مصروفیاتو په وجه خبرې ونه کړې.

البته کاکا خېل بیا وايي، باید حکومت د قیمتونو لوړوالي پرځای په مارکیټ کې د دوایانو موجودګي د یقیني کولو او په غېر قانوني توګه یې د زېرمولو مسلې ته زیات پام وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG