افغانستان کې ناامنۍ شپږ لکه خلک بېکوره کړي
د ملګرو ملتونو د مهاجرینو اداره وايي چې روان کال په افغانستان کې د بېقرارۍ له کبله شاوخوا شپږ لکه خلک بېکوره شوي دي چې ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي. تیره میاشت په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته د بېکوره کېدو لړۍ نوره هم ګړندۍ شوې ده او ډېر خلک هڅه کوي چې د ځمکنۍ لارې پاکستان، ایران یا د نړۍ نورو هیوادونو ته لاړ شي. په دوی کې ډېر رنځوران هم دي. دا مهال بېکوره شوي افغانان له کومو ستونځو سره مخ دي او ګاونډي هیوادونه ورسره څه مرسته کوي؟ پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
سپټمبر ۱۰, ۲۰۲۴
د لکي مروت پولیس ولې په احتجاج دي؟
-
جولای ۲۴, ۲۰۲۴
د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي