د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کابل کې پر ما او زما پر همکار ګوزارونه وکړل: افغان خبريال


په کابل کې د طلوع نيوز سټوډيو (ارشيف)
په کابل کې د طلوع نيوز سټوډيو (ارشيف)

یوه افغان خبریال زیار خان یاد ویلي چې طالبانو دی او د ده همکار کېمره مېن وهلي دي.

نوموړی چې په کابل کې له طلوع نیوز ټېليويژن سره کار کوي، ويلي چې نن (د اګست پر ۲۶مه) د کابل شهرنو سیمې ته د راپور جوړولو لپاره ورغلی و خو طالبانو ګوزارونه ورباندې وکړل.

"کله چې موږ مرکې وکړې او د ویډیويي راپور لپاره مو عکاسي کوله نو په دې حالت کې طالبان راغلل. پرته له دې چې له موږ پوښتنه وکړي چې تاسو څوک ياست؟ پر ما يې ګوزارونه وکړل. له ما یې موبایل واخیست او زما له کېمره مېن څخه یې کېمره واخیسته. موږ چې ورته کله کارډونه ښکاره کړل چې موږ خبریالان یو. بیا یې پر ما باندې د کونداغونو ګوزارونه وکړل او دوی همدغسې پسې ولاړل."

زيار احمد ياد پر خپله ټويټر پاڼه د نننۍ پېښې په اړه په انګليسي ژبه ټويټ هم کړی چې زرګونه کسانو له نوموړي سره د همږغۍ پر پار خوښ کړی او پر خپلو پاڼو شريک کړی دی. سلګونه نورو هم له نوموړي سره د دې عمل په کلکه غندنه کړې ده.

بلخوا د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ویلي چې دا پېښه په جدي توګه څېړي.

له کله چې طالبان په افغانستان واکمن شوي یو نیم ورځ له خبریالانو سره د ناوړه چلند او د هغوی د وهلو پېښې رپورټ کېږي.

له دې وړاندې په ننګرهار کې د افغانستان د ملي بيرغ په ملاتړ د لاريون پر مهال هم ګڼ خبریالان وهل شوي ول. هغه وخت هم ښاغلي وثيق د پېښې د څېړلو خبره کړې وه چې تر اوسه يې جزيات نه دې شريک کړي.

XS
SM
MD
LG