د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسوي رسنۍ د پاکستان حکومت او تحريک لبيک ترمنځ تړون ته څنګه ګوري؟


د پاکستان په لاهور ښار کې د تحريک لبيک پاکستان ډلې پلويان د فرانسې پر ضد مظاهره کوي او له پاکستانه د فرانسوي سفير د ايستلو غوښتنه کوي.
د پاکستان په لاهور ښار کې د تحريک لبيک پاکستان ډلې پلويان د فرانسې پر ضد مظاهره کوي او له پاکستانه د فرانسوي سفير د ايستلو غوښتنه کوي.

په پاکستان کې د اپرېل له ۱۳مې د فرانسوي سفير پرضد د تحريک لبيک پاکستان ډلې زرګونو غړيو د څو ورځو تر مظاهرو او اخ و ډب وروسته د اپرېل پر ۲۰مه له حکومت سره يو تړون وکړ.

دغه مظاهرچيان د فرانس په يوه مجله کې تېر کال (۲۰۲۰ز) د اسلام د پيغمبر خاکې خپرولو وروسته يو ځل بيا د احتجاج په توګه راووتل او له پاکستانه يې د فرانسوي سفير د شړلو غوښتنه کوله.

حکومت د دوی غوښتنې منلې او اوس يې په دې اړه پرېکړه ليک قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی.

احمد شاه اعظمي په پاريس کې له شنونکي يونس خان سره خبرې کړې او لومړی يې ورڅخه پوښتلي چې ايا دې پېښې ته په فرانسه کې رسنۍ پوښښ ورکوي او که نه؟

مرکه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.

فرانسوۍ رسنۍ د پاکستان حکومت او تحريک لبيک ترمینځ تړون ته څنګه ګوري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG