واڼه کې خبریال اعلا خان د پي ډي اېم جلسې په پوښښ نیول شوی: خبریالان
د سوهېلي وزیرستان خبریالان وايي چې د واڼه انتظامیې خبریال اعلا خان د واڼه جلسې په پوښښ نیولی او پلمه یې ورته د کورنا وبا له پاملرنو سرغړونه ورته جوړه کړې. په واڼه کې د اپرېل پر نهمه پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ډېره لویه جلسه وکړه چې وروسته د دې غونډې ځینې سمبالوونکي لکه ملک ګل محمد وزیر، عبدالرحمن وزیر، شانک وزیر، فرمان وزیر او عزت وزیر هم د کووید-۱۹ له احتیاطه په سرغړونو ګرفتار کړي. په رستم بازار کې د پي ټي اېم دغه لویه غونډه د یاد غورځنګ د یوه د سر سر د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د راخوشېکولو لپاره په احتجاج کې رابلل شوې وه. علي وزیر له تېرو څلورو میاشتو د کراچۍ په یوه زندان کې بندي دي. که څه هم په اړه یې عدالت پرېکړه کړې ده خو لا یې هم نه ده اورولې. پي ټي اېم د عدالتي پرېکړې اورولو او ورسره د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د خپلو بندي غورځنګیانو لکه حنیف پښتین، وکیل یوسف علي خان، ابدال خان او د ګڼو نورو هغو د راپرېښودو غوښتنه کوي. پولیس وايي چې د پي ټي اېم بندي کسانو د ریاست ضد خبرې کړې خو غورځنګیان دا تورونه نه مني او وايي چې دوی د پښتنو په سیمه کې د ترهګري ختمولو، له عدالته لیرې وژنو بندولو، د ورکو کسانو موندلو او عدالت ته د وړاندې کولو، په وزیرستانونو کې د ښخو ماینونو پاکولو غوښتنې لري. اشتیاق مسید یې په اړه راپور لري. جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه ملګري او یو