د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز شریف په ضمانت خوشېکېدلو پر پاکستاني سیاست اغېز؟


شهباز شریف
شهباز شریف

لاهور های کورټ د اپرېل پر 14مه د شهباز شريف په ضمانت د خوشې کولو درخواست منظور کړ.د احتساب قامي ادارې نیب شا وخوا اووه مياشتې مخکې د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف له خپل امدنه د زياتو اثاثو درلودو په تور ګرفتار کړی وو.

د شهباز شريف وکيل په چارشنبه د نوموړي د مقدمې اورېدنې پرمهال عدالت ته وويل که د نیب په ۱۱۰ ګواهانو کې يو هم ووايي چې شهباز شريف ملزم دی نو هغه به يې د ضمانت درخواست واپس واخلي.

بلخوا د نیب وکيل وويل که شهباز شرېف بې ګناه دی نو په عدالت کې دې د ضمانت پرځای بريت درخواست ورکړي. عدالت د دواړو خواو دلايلو تر اورېدو وروسته د شهباز شريف په ضمانت د خوشېکېدو درخواست منظور کړ.

په داسې حال کې چې د حکومت پر ضد د سياسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډموکراټیک مومنټ (پي ډي اېم) له خپل مخکیني اتحادي پييلز پارټۍ سره اختلافات لري او یاد ګوند له تحریکه لاره بېله کړه نو شهباز شريف چې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر دی، خوشېکېدل یې د پاکستان په سياست څه ممکنه اثرات کېدای شي؟

په لاهور کې د سياسي چارو کارپو امتياز عالم په ۱۵ م اپرېل مشال رېډيو ته وويل چې د مسلم ليګ (ن) د مشر شهباز شريف له خوشېکېدو سره به پاکستان جمهوري غورځنګ يا پي ډي اېم بیرته روغ شي ځکه چې د پيپلز پارټۍ د مشر اصف علي زرداري او شهباز شريف سوچ تر ډېره حده يو شان دی. دواړه له اسمبليو د استعفاګانو ورکولو پرځای په پارلېمان دننه بدلون غواړي.

نوموړی وايي, پيپلز پارټي چې په سیند صوبه کې حکومت لري نه غواړي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت ختمولو لپاره له سیند اسمبلۍ يا قامي اسمبلۍ استعفاګانې ورکړي خو د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او مسلم ليګ (ن) مرستياله مشره مريم نواز چې ګوندونه يې په مرکز او صوبو کې حکومت نه لري، غواړي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت ختمولو لپاره اپوزيشن ګوندونه له اسمبليو استعفاګانې ورکړي.

امتياز عالم وايي, په پي ډي اېم کې د راپورته شوي اختلاف اصل وجه همدغه ده خو اوس ښکاري داسې چې دا اختلاف به ختم شي او امکانات شته چې د وزيراعظم عمران خان پرځای شهباز شرېف اسټېبلشمنټ ته نږدې شي: ''د متبادل په طور شهباز شریف د عمران خان لپاره چېلنج وو.که چېرې عمران خان د وزيراعظمۍ له څوکۍ لرې کړل کېږي نو د اسټېبلشمنټ متبادل اميدوار به شهباز شريف وي نو ځکه خو عمران هغه په جېل کې واچولو خو اوس هغه ازاد شو.''

د پاکستان پوځ ویلي دي چې په سياست کې لاس نه لري بلخوا حکومت هم ویلي چې شهباز شريف نیب نيولی او دوی د نیب په کارونو کې ګوتې نه وهي البته د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف مخکښې فردوس عاشق اعوان د اپرېل په ۱۵ لاهور کې خبريالانو ته ویلي دي چې د شهباز شريف ضمانت په مېرټ نه دی شوی.خو نوموړې نور وضاحت نه دی ورکړی.د کراچۍ پوهنتون استاد توصيف احمد بيا وايي د شهباز تر خوشې کېدو وروسته اوس کاته دې ته دي چې پي ډي اېم به د نواز شريف او د هغه د لور د پوځ ضد جارحانه بيانيه مخې ته وړي او که د شهباز شريف د اعتدال پسندۍ بيانيه به خپلوي.

توصيف احمد په ۱۵ م اپرېل مشال رېډيو ته وويل که د نواز شريف او د هغه د کورنۍ د ټولو غړو پرضد کيسونه ختمېږي نو بيا ممکن ده چې د اسټېبلشمنټ او شريف کورنۍ ترمینځ څه قسمه جوړجاړی روان وي او اوس يا راتلونکیو انتخاباتو کې مسلم ليګ (ن) په حکومت کې راشي:

''که د شريف کورنۍ ته اساني ملاوېږي، د نواز شريف ضمانت کېږي، د کورنۍ ګرفتار غړي يې خوشې کېږي نو بيا خبره مخکې تلی شي خو که داسې نه کېږي نو بيا يوازې د شهباز شريف خوشېکېدل به څه خاص ګټه ونه رسوي.''

د يادونې ده چې ايوزيشن ګوندونو د پاکستان جمهوري غورځنک په نوم اتحاد جوړ کړی او دوی وايي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت به نسکوروي ځکه چې دوی په خبره دا د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې د پوځ په ملاتړ د شوو درغليو په وسيله جوړ شوی خو پوځ ،حکومت او الېکشن کمېشن دغه تورونه رد کړي دي. البته په دې وروستيو کې په پي ډې اېم دننه اختلافات رامنځته شوي دي. ځينې ګوندونه د حکومت پر ضد د لانګ مارچ او له اسمبليو د استعفاګانو ورکولو نو ځينې بيا په پارلېمان دننه د بدلون راوستو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG