د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا له کبله د نړۍ پر ۱۲ هیوادونو سفري بندیزونه لګولي


د نړيوال سفرونو په سي درجه کې ۱۲ هيوادونه اچول شوي چې پکې د برازيل ، کولمبيا ، او پیرو تر څنګ اووه افريقايي هيوادونه شامل دي.
د نړيوال سفرونو په سي درجه کې ۱۲ هيوادونه اچول شوي چې پکې د برازيل ، کولمبيا ، او پیرو تر څنګ اووه افريقايي هيوادونه شامل دي.

د پاکستان د هوابازۍ اداره وايي چې په هيواد کې د کورونا وبايي صورتحال د مخنيوي په لړ کې يې د نړۍ پر ۱۲ هيوادونو سفري بنديز لګولی دی.

د مارچ په ۲۰مه د ادارې لخوا په اعلاميه کې د یو شمیر هيوادونو په اړه د نړيوال هوايي سفر لپاره د درجه بندۍ نوی فهرست جاري کړل شوی دی.

د نړيوال سفرونو په سي درجه کې ۱۲ هيوادونه اچول شوي چې پکې د برازيل ، کولمبيا ، او پیرو تر څنګ اووه افريقايي هيوادونه شامل دي.

په دغو هيوادونو به د مارچ له ۲۳مې د اپریل تر ۵مې په سفرونو بنديز وي.

د شهري هوابازۍ د ادارې يو چارواکي عرفان صابر لخوا جاري کړل شوې حکم نامه کې په اوله درجه کې د اچول شوو هيوادونو په اړه وييل شوي چې د سعودي عرب ، چين ، جاپان ، نيوزي لينډ او یو شمیر نورو هيواودونو لخوا پاکستان ته په داخليدونکو مساپرو د کورونا ناروغۍ د ټيسټ شرط ختم کړل شو دی.

خو د حکم نامې ‍‍‍په وینا هغه هيوادونه چې په اوله یا اې درجه کې يې نومونه نشته هغوي به پاکستان ته د داخليدو په صورت کې د کورونا ناروغۍ د معاينې اسناد وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې نور ۴۴ کسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو ټوله شمیره ۱۳ زره ۸۴۳ ته رسیدلې ده.

د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه معلوماتو ورکوونکې حکومتي ویبپاڼې د مارچ پر ۲۱مه لیکلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا نور ۳۶۶۷ کیسونه ثبت شوي دي.

ویبپاڼه زیاتوي چې هم داسې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا وایرسه ۲۰۹۲ کسان بیرته ښه شوي هم دي.

پاکستاني چارواکو د مارچ پر ۲۰مه تایید کړه چې د دغه هیواد وزیراعظم پر کورونا اخته شوی او اوس مهال یې ځان قرنطین کړی دی.

د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان په ټویټر پاڼه په لنډ پیغام کې لیکلي، وزیراعظم عمران خان کورونا شوی او دا مهال په خپل کور کې یې ځان له نورو ګوښه کړی دی. د عمران خان کور د اسلام اباد په بني ګاله سیمه کې دی.

عمران خان ته کورونا وایرس په داسې حال کې لګېدلی چې نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د کورونا واکسین هم لګولی و.

XS
SM
MD
LG