د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرزا اپرېدي بريا قبايلي سيمو ته څه ګټه رسولی شي؟


مرزا محمد اپریدی د مارچ پر ۱۲مه په سېنېټ کې د انتخاباتو له لارې مرستیال چیرمین وټاکل شو.
مرزا محمد اپریدی د مارچ پر ۱۲مه په سېنېټ کې د انتخاباتو له لارې مرستیال چیرمین وټاکل شو.

د خیبر ولس د خپلې سیمې د یو تن د سېنېټ د مرستیال مشر په ټاکل کېدو خوشاله دی. خلک په باړه کې د هغوی کور ته د مبارکۍ لپاره جوپه جوپه روان دي.

مرزا محمد اپریدی د مارچ پر ۱۲مه په سېنېټ کې د انتخاباتو له لارې مرستیال چیرمین وټاکل شو. ۴۵ کلن مرزا د خیبر ضلعې د باړې سیمې اوسیدونکی او د سپاه قبیلې سره تړاو لري.

نوموړی یو کاروباري شخصیت او د جامو جوړولو (ټېکسټایل) صنعت سره تړلی دی. دا لومړی ځل دی چې له خیبره یو څوک د پاکستان د مشرانو د جرګې مرستیال ټاکل کېږي. همدا ده چې خلک په دې خبره خوشاله دي.

د باړې یو مدني فعال خیال مت شاه اپریدی وايي، ځايي خلک په دې خبره دومره نپوهېږي چې د سېنېټ د مرستیال مشر اختیارات څومره وي؟ خو په روایتي انداز د مرزا اپریدي حجرې ته ورځي او ورته مبارکي وايي، همدا رنګه پر ټولنیزو رسنیو هم نوموړي ته خلک مبارکي ورکوي. د نوموړي په وینا د سېنېټ د نوي مرستیال مشر کورنۍ په حجره کې ناسته ده او د مبارکۍ لپاره د ورغلو مېلمنو پالنه او درناوی کوي.

خیال مت شاه اپریدی وايي، د مرزا په کامیابۍ ټول ځايي ولس خوشاله دی او ګڼي چې هلته په پارلېمان کې یې د غږ اورېدو والا یو کس پیدا شو.

دا چې د سېنېټ مرستیال چیرمین څه ذمه وارۍ او اختیارات لري؟ او د خپلې ضلعې لپاره څه پرمختیایی کارونه کولی شي او که نه؟ په دې هکله د پارلیمان پخواني غړی حمیدالله جان اپریدی وایي:

"د سېنېټ مرستیال مشر د غونډو د چلولو واک لري، په ظاهره خو ورسره په اییني توګه اضافي اختیارات نه وي خو د خپلې سیمې لپاره لوی کارونه کولی شي. هغه کولی شي په خپلو وړاندیزونو وزیراعظم دې ته تشویق کړي چې په سیمه کې یې د پرمختیا پروژې روانې کړي."

نوموړی وايي، چې داسې ده نو خلک خو به ترې خامخا تمې لري چې د هغوی د ژوند د اسانتیاوو لپاره ګامونه پورته کړي او هغه له پکار هم دي چې د خلکو پر توقعاتو پوره وخېژي ځکه چې د قبایلي سیمو خلک د ملک له نورو سیمو څخه ډېر وروسته پاتې شوي دي.

مرزا محمد اپریدی په ۲۰۱۸ کال کې په ازاد حیثیت سېنېټر منتخب شوی و، په لومړیو کې یې د مسلم لیګ (ن) څخه ملاتړ اعلان کړی و خو بیا وروسته تحریک انصاف ګوند ته واوړېدلو.

د مرزا تره محمد شاه اپریدی د پاکستان د سېنېټ پخوانی غړی پاتې شوی او د هغه د کورنۍ یو بل تن ایوب اپریدی هم په ۲۰۱۸ کال کې د تحریک انصاف په ټيکټ سېنېټر منتخب شوی و. د مرزا کورنۍ د جمیعت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل رحمان سره هم نږدې اړیکې لري، په ځانګړي ډول د هغوی د کورنۍ یو بل تن منظور اپریدی د مولانا له نږدې ملګرو څخه دی.

د مارچ پر ۱۲مه د سېنېټ د مرستیال مشر د څوکۍ لپاره په ترسره شویو ټاکنو کې مرزا محمد اپریدي ۵۴ رایې اخېستې وې، د هغه په مقابل کې د پاکستان ډیموکرېټېک موومېنټ شریک نوماند مولانا عبدالغفور حیدري وو چې ۴۴ رایې یې اخېستې وې.

XS
SM
MD
LG