د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له قامي اسمبلۍ "باور رایه" تر لاسه کړه خو اپوزیشن یې نه مني


عمران خان ته د باور رایه ګټلو لپاره ۱۷۲ ووټونه پکار وو.
عمران خان ته د باور رایه ګټلو لپاره ۱۷۲ ووټونه پکار وو.

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه وايي، د وزیراعظم عمران خان د باور رایې ګټل نه مني.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د مارچ پر شپږمه د دغه هیواد لومړي وزیر عمران خان ته د باور رایه ورکړه. نوموړي ته د باور د رایې اخېستو لپاره ۱۷۲ ووټونه پکار وو او هغه ۱۷۸ تر لاسه کړل.

مولانا فضل رحمان چې د جمیعت علمای اسلام (ف) ترڅنګ د اپوزیشن ګوندونو د ایتلاف پاکستان ډېموکرېټېک موومنټ یا پي ‌ډي اېم مشري هم ورپغاړه ده، په قامي اسمبلۍ کې د باور رایې د پروسې نه پس په سکر کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د حکومت مخالف ګوندونه د وزیراعظم عمران خان د باور رایې ګټل نه مني.

مولانا وړاندې وویل، د پاکستان د ایین له مخې یواځې په هغه صورت کې د پاکستان صدر د باور رایې اخېستو اختیار لري چې وزیراعظم د مقننې د اکثریت باور بیللی وي. هغه وویل، د باور د رایې غونډه او پروسه ردوي او دا تور یې هم پورې کړ چې د اسمبلۍ غړي په زوره د ووټ ورکولو ته اړ کړل شوي دي. مولانا فضل رحمان زیاته کړه، که عمران خان کې جرات وي نو له ولس نه دې دا تپوس وکړي او نوي انتخابات دې وکړي.

په عین حال کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې په خبري کانفرنس کې د عمران خان لخوا د باور رایې اخیستو باندې تنقید کړی او ویلي یې دي، دا پرېکړه به د اپوزیشن ګوندونو ایتلاف پي ډي اېم کوي چې د وزیر اعظم او سپیکر نه به څوک څه وخت د باور رایه اخلي.

د مسلم لیګ (ن ) ګوند لخوا هم د مارچ پر شپږمه د وزیر اعظم عمران خان د باور د رایې د اخېستو مخالفت شوی. د یاد ګوند مهم مشران شاهد خاقان عباسي، احسن اقبال، مصدق ملک، مریم اورنګزیب او خرم دستګیر د اسمبلۍ ودانۍ بهر موجود وو. دوی په یوه خبري غونډه کې د وزیراعظم لخوا د باور رایې اخېستو باندې نیوکې وکړې. د یاد ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د مارچ پر شپږمه په یو بیان کې وویل، عمران خان په درواغو د باور رایه ترلاسه کړې او هغوی ګڼي چې د وزیراعظم د کار ورځې ختمې شوې دي.

عمران خان د باور رایې اخېستو اعلان د مارچ پر څلورمه له هغه وروسته ولس ته د وینا پر مهال وکړ چې د مارچ پر درېیمه د سېنېټ په انتخاباتو کې د اسلام اباد پر چوکۍ د پیپلز ګوند یو مشر او د مخالفو ګوندونو ګډ کاندید یوسف رضا ګیلاني د حکومتي امیدوار عبدالحفیظ شیخ نه د سېنېټ د اسلام اباد سیټ وګټلو.

عمران خان د مارچ پر څلورمه ملت ته په وینا کې ویلي وو چې د باور د رایو کارولو بهیر به په ښکاره کېږي او حتی د هغه د ګوند تحریک انصاف غړي هم کولای شي چې د هغه خلاف رایه ورکړي. نوموړي هغه مهال دا هم ویلي وو چې که د هغوی ملاتړ ورته نه و حاصل نو هغه تیار دی چې د اپوزیشن پر څوکیو کېني.

د مارچ پر شپږمه د باور د رایې له ترلاسه کولو وروسته، د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل، د شفافیت باوري کولو لپاره حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو پرېکړه کړې ده. هغه دا هم وویل چې د ووټونو ورکولو لپاره به الیکټرونیکي ماشینونه متعارف کیږي څو پر نتیجو چا ته اعتراض نه وي.

د پاکستان وزیر اعظم یو وارې بیا د سینیټ د وروستیو ټاکنو پر مهال د درغلیو یادونه وکړه او د انتخاباتو د کمېشن نه یې وغوښتل، دا معلومات دې راټول کړي چې د سینیټ د ټاکنو پر مهال د ووټونو اخیستو لپاره څومره پیسې استعمال شوې وې؟

عمران خان قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، هېڅوک پاکستان له پرمختګه نه شي درولی. هغه یو وارې بیا خپل دریځ تکرار کړ چې د اپوزیشن ګوندونو د فشار باوجود به درغلو عناصرو ته عفوه ( اېن ار او ) نه ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د رشوت د خاتمې لپاره ګډو هڅو ته ضرورت دی.

د سېنېټ ټاکنو وروستۍ پایلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

بل پلو، د مارچ پر شپږمه په اسلام اباد او نورو ښارونو کې د واکمن تحریک انصاف ګوند پلویان د جشنونو په کولو سره د پارلېمان نه د وزیراعظم د باور رایې ګټل لمانځي.

XS
SM
MD
LG