د راډیو او د انسان ملګرتیا زړه ده، د نولسمې پېړۍ تر نیمايي وروسته د راډیو د جوړولو لپاره هلې ځلې پیل شوې وې. د شلمې پېړۍ په درشل کې « مارکوني » او ځېنې نور ملګري یې په لومړي ځل په دې توانېدلي ول چې غږ تر لرې واټنه ورسوي.
کابل راډیو په ۱۹۲۵، د پېښور راډیو په ۱۹۳۵ او د کوټې راډیو په ۱۹۵۶کلونو کې خپلې لومړنۍ خپرونې شروع کړې وې.
د کابل، پېښور او کوټې ترڅنګ نن د نړۍ له ډېرو ښارونو د پښتنو لپاره راډیويي نشریات کېږي. په پښتنو سیمو کې د راډیو د اهمیت او فعالیت په اړه مو یو راپور جوړ کړی چې دلته یې د غږ په ځای کې اورېدلی شئ:
-
نجیب عامر
نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.