د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د جنسي ځورونو پر ضد د عامه پوهاوي کمپاين پېل شوی


د ۲۰۲۰ کال د مارچ په اتمه د ښځو په نړيواله ورځ ښځې د مساواتو لپاره مظاهره کوي
د ۲۰۲۰ کال د مارچ په اتمه د ښځو په نړيواله ورځ ښځې د مساواتو لپاره مظاهره کوي

د خېبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د کار په ځایونو کې د ښځو له جنسي ځورونو د خوندي ساتلو لپاره د جنورۍ له ۲۶مې د عامه پوهاوي‌ څلور ورځنی کمپاين پېل شوی دی.

دا کمپاين د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې محتسبې رخشنده ناز په مشری د اوو بشري حقونو حکومتي ادارو په مرسته شروع شوی.

د جنسي ځورونو د ښکار ښځو د ژغورنې ادارې یوې چارواکې ګلالۍ د جنورۍ پر ۲۷مه مشال رېډیو ته وویل چې د وخت په تیرېدو سره په دفترونو کې د ښځو د جنسي ځورونو پېښې زیاتې شوې چې له وجې یې ښځو ته کار روزګار کول سخت شوی دی.‌

په پاکستان کې له دوی سره پر ښځو د جنسي ځورونو ۴۹۰ کېسونه ثبت شوي وود هغې په وېنا دې مسلې ته په پام یې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړ: ((په دې څلور ورځني کمپاين کې به پر رېډیو پروګرامونه، پېغامونه، په لارو کوڅو کې بینرې لګول او د ضلعې کمیشنر په مرسته غونډې کول شاملې دي.))

په پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو د جنسي ځورونو ۴۹۰ کېسونه ثبت شوي وو
د پاکستان وفاقي محتسب اداره

ګلالۍ زیاته کړه چې د خېبرپښتونخوا حکومت پرېکړه کړې وه چې ۲۰۲۱م کال به پوهاوي ته ځانګړی کوي او په نورو ضلعو کې به هم ترسره کېږي.

د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې وفاقي محتسب ادارې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر میاشتې د راپور ترمخه په تیرو دوو کلونو کې په پاکستان کې له دوی سره پر ښځو د جنسي ځورونو ۴۹۰ کېسونه ثبت شوي وو.

په مردان کې خبریاله، سدره ایان وايي چې په خېبرپښتونخوا کې شاوخوا په هر دویم دفتر کې د ښځو د جنسي ځورونو د پېښو ثبتيدو له وجې ګڼې ښځې نوکریو پریښودو ته اړ شوې دي.

سدره ایان څو ورځې وړاندی د مردان د یوې داسې جینۍ په اړه راپور جوړ کړی وو چې په دفتر کې د جنسي ځورونو له وجې کار پرېښی وو. هغه په دې اړه زیاتوي. (( د جنسي ځورونو د مخنیوی لپاره ضروري ده چې د دې مسلې خلاف اواز اوچت کړي او بالکل هم چاته موقع ورنکړي چې څوک یې بې ځایه تنګ کړي. د سړي هر هغه حرکت چې جینۍ پرې تنګېږي، هغه جنسي ځورونه ده نو د دې مسلې یوازینی حل د جینکو غږ پورته کول دي.))

د ښځو د حقونو مبارز عاصم ملک بیا وايي چې په دفترونو کې د ښځو تر څنګ د سړو د جنسي ځورونو پېښې هم مخې ته راځي خو د هغې شمېره ډیره کمه ده. نوموړی زیاتوي د جنسي ځورونو په اړه د پوهاوي مهمونه یو ښه ګام دی او باید دا نور هم زیات کړل شي.

هغه زیاتوي: ((د جنسي ځورونو مسله زموږ په ټولنه کې ځکه زیاته ده چې ښځو ته په ډول پېښو رپورټ کولو کې ګرانه وي. د جنسي ځورونو خلاف د قانون له وجې د جنسي ځورونو په پېښو کې کمی راغلی دی. په پښتانه ټولنه کې د معاشرتي بندیزونو له وجې جنسي ځورونې سمې نه ثبتیږي. د سړو د جنسي ځورونو کیسونه به د یو فېصد نه هم کم وي خو د ښځو هغه ډیر زیات دي.))

په خېبرپښتونخوا کې د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو خلاف قانون په ۲۰۱۰م کال کې جوړ شو. د دې قانون له نور موثره کولو او د جنسي ځورونو د پېښو د مخنیوی لپاره حکومت په ۲۰۱۹م کال کې محتسبه اداره جوړه کړه.

د ډان ورځپاڼې د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ د ۱۹مې د خبر له مخې، محتسبې رخشنده ناز په خېبرپښتونخوا کې ۴۰۰ حکومتي او شخصي ادارو ته امر کړی چې د جنسي ځورونو تر قانون لاندې دې پلټنیزې کميټۍ جوړي کړي او که په دې کې کومې ادارې کمېټه نه وي جوړه کړې نو یو لک روپۍ جرمانه کیدای شي.

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکي د جنسي ځورونو ضد راوتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

XS
SM
MD
LG