د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف په ښکاره ډول د سېنيټ ټاکنو کولو لپاره اييني ترميم کوي


د پاکستان پارليمان وداني
د پاکستان پارليمان وداني

د پاکستان تحريک انصاف مرکزي حکومت د سېنيټ انتخابات په ښکاره ډول کولو لپاره په ايين کې د بدلون پريکړه کړې ده. له پارليمانه د دې ترميمي بيل منظورولو لپاره دوی ته دوه تهايي يا په دريوو کې د دوه برخو اکثریت پکار دی.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت دا پرېکړه د جنورۍ په ۲۷مه په اسلام اباد کې د کابینې په غونډه کې کړې چې د سېنيټ لپاره ټاکنې دې د پټو رايو پر ځای د لاس په ښودلو وشي. دې مقصد ته د رسېدو لپاره به دوی پارليمان ته يوه قانوني‌مسوده وروړي.

له خېبر څخه د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپريدي د جنورۍ په ۲۷مه مشال راډيو ته وویل د دې قانون مقصد د سېنيټرانو د جوړجاړي او د رايو د خرڅولو مخه نيول دي.

تحريک انصاف پر يو بل بيل هم کار کړی چې د ټاکنو په قانون کې د بدلون په اړه دی.

د حکومت په وینا دا بيل د انتخاباتو د اصلاحاتو لپاره ضروري دي. دوی همداراز د‌ پاکستانه په سېنيټ کې د ښکاره رايو اچولو لپاره له سيريم کورټه هم مرسته غوښتې او هلته یې يو درخواست ورکړی دی.

اپوزیشن ګوندونو عدالت ته د دې موضوع پر وړلو نيوکې کړې دي. د جماعت اسلامي سېنيټر مشتاق احمد خان د جنورۍ په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل دا د صدارتي فرمانونو او عدالتونو کار نه دی.

نوموړي زیاته کړه: "حکومت ته دوه تهايي‌اکثریت پکار دی چې دا بيل په قانون بدل کړي. دا وخت دا ممکنه نه ښکاري چې حکومت دې داسې وکړای شي."

پاکستان تحريک انصاف په قامي اسمبلۍ کې له ۳۴۲ سیټونو څخه ۱۵۶ چوکۍ لري. د اتحاديانو سره یې ټول شمېر ۱۷۷ جوړېږي.

همداراز په سېنيټ کې له ۱۰۴ سيټونو څخه د تحريک انصاف ۱۸ دي او د اتحاديانو سره یې ټولې ۴۱ چوکۍ دي.

د قانوني چارو پوه، محمد نعمان ګګياڼی وايي له دو تهايي‌اکثريت اخیستو مطلب دا دی چې حکومت به د خپل بيل کاميابولو لپاره د اپوزیشن ځينو غړو ته اړ دی.

هغه د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې تحريک انصاف د اييني ترميم لپاره د نېزدې ۳۰۰ کسانو رایو ته ضرورت لری.

XS
SM
MD
LG