د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر کې د اغزن تار پر تاوولو د کب نیوونکو اندېښنې


کب نیونه د ګوادر ولس د ګټې وټې لویه سرچینه ده
کب نیونه د ګوادر ولس د ګټې وټې لویه سرچینه ده

د ګوادر کب نيونکيو (ماهي ګير) اندېښنه ښوولې چې د حکومت له خوا د ښار چاپېره اغزن تار تاوول به يې روزګار اغېزمن کړي.

د پاکستان حکومت د ګوادر نوي ښار د شاوخوا ۲۴ مربع کلوميټره مځکې ګېر چاپېره د اغزن تار غځولو په منصوبه لاس پورې کړی دی چې د چارواکيو په وينا دا د ګوادر د امنيت ساتلو د پلان برخه ده.

د بلوچستان ګوادر بندر يو ډېر سټرېټيجک ارزښت لري چې د چين په کومک جوړ شوی چې د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ سره یې اهميت نور هم زيات شوی دی.

خو د حکومت له خوا د ښار چاپېره د باړ لګولو اقدام سياسي ناندرۍ زېږولي او د پاکستان سياسي ګوندونه په تېره بیا بلوڅ ملتپاله ګوندونه يې مخالفت کوي.

ځايي خلکو د ډېسېمبر پر ۲۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د اغزن تار پر غځولو وار له مخه کارپيل شوی چې ورسره د دوی اندېښنې زياتې شوې دي.

د ګوادر د زياتره اوسېدونکيو اقتصادي تکيه د ماهيانو يا کبانو پر ښکار ده.

د کب نيوونکو يوه استازي یونس انور بلوڅ د ډېسمېبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د سيمې د ۷۰ فيصده خلکو اقتصادي ژوند د کبانو له ښکار او کاروبار سره تړلی دی.

د ده په وينا، دا مهال په ګوادر کې څلور زره کب نيونکې کشتيانې دي چې په يوه کشتۍ کې له شپږو څخه تر اتو پورې کب نيونکي سپاره وي او دا ډول شاوخوا ۱۰۰ لويې هغه دي چې پکې د ۳۵ او ۴۰ په منځ کې ښکاريان ناست وي.

د يونس بلوڅ په خبره، تر ښار د اغزن تار تاوولو له وجې به د ماهي ګيرۍ کاروبار اغېزمن شي.

د ده په خبره، اوسمهال يې دومره اغېز نه دی کړی البته په يوه سيمه کې چارواکي دوی له ښکاره ليرې ساتي.

ما په خپل ژوند کې دا نه دې اورېدلي چې د باړ په راګرځولو سره دننه سيمه ترقي کوي
یونس انور بلوڅ

هغه دا سيمه کوه باطل یاده کړه چې يوې غاړې ته يې د کورونو مشهوره پروژه سینګار هاوسنګ سکيم، بل طرف ته يې بندر او ورسره جوخت د پاکستان د سمندري ځواکونو مرکز دی.

د ده په خبره، کب نيونکي کوه باطل په ويخ کې ماهيان نیسي خو د ده په وينا چارواکي يې دلته له ښکار کولو ته نه پرېږدي.

"چارواکي له ليرې ليرې راته اشاره کوي چې له کوه باطله څلور پنځه سوه ليرې اوسئ خو ستونزه دا ده چې ماهيان هم ټول د باطل غره په بېخ کې دي او موږ مجبوره يې چې ورپسې ورشو."

يوازې کب نيوونکي نه بلکې د باړ تاوول به د نورو وګړو ورځنی ژوند هم اغېزمن کړي او دې منصوبې ځايي ولس اندېښمن کړی دی.

د ګوادر ابادي شاوخوا درې لکه ده او د پلان له مخې د اغزن تار غځولو سره به دوه لکه ابادي د باړ بهر او يو لک به دننه پاته شي.

درمحمد د ښار له مرکزه ۲۰ کلوميټره ليرې په نېګوري کلي کې اوسېږي او د ده په خبره دوی به له باړ څخه بهر پاته شي چې په نتيجه کې به يې له ښاره سره تګ راتګ اغېزمن شي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۹مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې اغزن تار د زوړ او نوي ښار ترمنځ اچول کېږي او د ده په خبره د دوی ټوله تکیه په نوي ښار ده چې په ورځ کې درې يا څلور څلور ځله ورځي.

"که بينکونه، که روغتونونه او کاروبار دی ټول په نوي ښار کې دي."

د ده په وينا، يوازې د دوی کلی نه بلکې د پلان له مخې دغه اغزن تار د شاون ډور، انکړه او تاپکو کليو په منځ کې تېرېږي چې له کبله د کليو کوڅې په دوو برخو کې وېشل کېږي.

"سکول او جومات يو طرف ته او نور کورونه بل طرف او په منځ کې يې تار تېرېږي او خلک مجبوره دي چې له خپلو وروڼو او خپلوانو سره د ليدو لپاره ۲۰ يا ۲۵ کلوميټره سفر وکړي او د ګېټ له لارې بیرته هم دې کوڅو ته راشي."

د پاکستان حکومت وايي چې ګوادر بندر، چين اقتصادي راهداري او ترقیاتي منصوبې به ګوادر له اقتصادي خوشالۍ او سوکالۍ برخمن کړي خو بلوڅ سياسي ګوندونه اندېښنه لري چې د ترقۍ او خوشالۍ په نوم ځايي اوسېدونکي په اقليت کې بدلول کېږي.

یونس انور بلوڅ پوښتنه راپورته کوي چې دا څنګه ترقي ده چې پر دوی باړ راګرځول کېږي.

"ما په خپل ژوند کې دا نه دې اورېدلي چې د باړ په راګرځولو سره دننه سيمه ترقي کوي."

د ګوادر مدني فعال ډاکټر عبدالعزيز وايي چې دوی دا فکر کاوه چې بندر، اقتصادي راهداري او نورې ترقياتي پروژو سره به ګوادر پرمختګ وکړي، خلکو ته به روزګار ترلاسه شي، ژوند به يې اباده او سوکاله شي خو د ده په وينا د اغزن تار له وجې به د خلکو تګ راتګ متاثره شي نو په داسې حال کې به د خلکو لپاره د روزګار لارې څنګه خلاصېږي؟

د کب نيونکيو او ځايي خلکو د اندېښنو په اړه مشال راډيو د بلوچستان داخله چارو وزير ضیا الله لانګو او حکومتي ترجمان لياقت شاهواني ته په وار وار ټېلېفونه وکړل خو د هغوی دريځ يې ترلاسه نه کړ.

لياقت شاهواني چې کله تېلېفون پورته کړ نو د پوښتنې تر اورېدو وروسته يې فون بند کړ او بيا مو هم دغه پوښتنه په وټس اېپ په غږيز پيغام کې ورولېږله خو د رپورټ د چمتو کولو تروخته يې هېڅ ځواب رانګړ البته کله چې د اغزن تار به اړه بلوڅو سياسي ګوندونو اندېښنې راپورته کړې نو په ځواب کې يې د بلوچستان وزيراعلا د ‌ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه يو بيان خپور کړ.

نوموړي په بیان کې ويلي ول چې د امنيتي وجوهاتو له کبله تر ګوادر باړ تاووي او د ده په وينا بلوڅ ګوندونه دې مسلې ته سياسي رنګ ورکوي او د ده په خبره ورڅخه یوه بېځايه مسله جوړوي.

د خلکو د اندېښنو اورېدو لپاره د پاکستان داخله چارو وزير شيخ رشيد هم د ډېسمېبر پر۲۹مه نېټه ګوادر ته تللی او د يونس بلوڅ به وينا له دوی سره په دې اړه غونډه لري.

د بلوچستان وکیلانو اتحاديې يو مشر منير کاکړ اېډوکېټ هم د ډېسېمبر پر ۲۴مه نېټه د تار تاوولو اقدام په های کورټ کې چېلنج کړ او دا يې د پاکستان په ايين کې شهريانو ته د ورکړل شويو حقونو ضد عمل بللی وو.

های کورټ د ډېسېمبر پر۲۸مه نېټه درخواست د اورېدنې وړ وباله او د بلوجستان اټارني جنرل ته يې وويل چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې نيټې پورې دې په درخواست کې د راپورته شويو پوښتنو ځواب عدالت ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG