د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظیر بوټو تلینغونډه کې تر ۳۱م جنورۍ له وزیراعظمه د استعفا غوښتنه وشوه


د پاکستان پخوانۍ وزیر اعظمه بېنظیر بوټو
د پاکستان پخوانۍ وزیر اعظمه بېنظیر بوټو

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویل، وزیراعظم عمران خان دې د جنورۍ تر ۳۱مې استعفا ورکړي ګنې دوی به د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ پیل کړي.

نوموړي دا خبرې د ډیسمبر پر ۲۷مه (پرون) د سیند صوبې په لاړکانه کې د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د ۱۳م تلین پر مهال یوې لویې غونډې ته کولې چې د اپوزېشن ټلوالې پاکستان جمهوري غورځنګ ډېری مشران ورغلي ول.

هغه زیاته کړه، د سلیکټیډ یا د انتخاباتو له لارې نه بلکې د ځینو کړیو په ملاتړ د غوره شوي وزیراعظم لوبه به ختموي.

بېنظیر بوټو ۱۳ کاله وړاندې په ۲۰۰۷ز کال د پنجاب صوبې، راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ کې تر یوې انتخاباتي غونډې په ډزو او ځانمرګي برید کې وژل شوې وه.

د بېنظیر بوټو سياسي ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

غونډې ته د بېنظیر بوټو مېړه، د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د ویډیو له لارې وینا وکړه او ویې ويل چې عمران خان د پاکستان حکومت نه شي چلولى او نه به یې وچلوي ځکه چې هغه د ملک چلولونه بلکې د کرکټ ټيم چلوونکی دی.

تلینغونډې ته ورغلې د مسلم ليګ (ن) ګوند مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شریف لور مريم نواز وويل، چې پخوانی پوځي امر پروېز مشرف د بېنظير بوټو قاتل دى، د ایین قاتل دی.

نوموړې زیاته کړه: "نن پاکستان ته د هغه (مشرف) د راوستو هډو خبره نه کېږي خو نواز شريف یې اشتهاري ګرځولی دی. په دوی کې نه جرات شته او نه غیرت شته چې د بېنظير بوټو قاتل پاکستان ته راولي، دا خو لرې خبره ده دغه خبره هم دوی نه شي کولی."

مریم نواز وویل چې د وزیراعظم عمران خان جنګ اوس له پي ډي ایم سره نه بلکې د پاکستان له ۲۲ کروړه وګړو سره دی.

پر دې مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په خپله وینا کې وویل، اسلام اباد ته به ورځي او له وزیراعظمه به استعفا اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان "د سیندیانو، بلوڅانو، پښتنو او پنجابیانو ګډ ملک دی، دلته به د ایین حکمراني وي، د ولس منتخب پارلېمان به د ملک چلولو او د حکمرانۍ حق لري. او هر سړی به تر ایین لاندې کار کوي."

د بې نظیر بوټو دې تلینغونډې ته د عوامي نیشنل ګوند مشران د خیبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلی امير حيدر خان هوتي، ميا افتخار حسين او د جمعت علما اسلام (ف) جنرل سيکريټري مولانا غفور حيدري، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر اختر جان مېنګل او د نورو سياسي ګوندونو مشرانو هم ويناګانې وکړې او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف پر حکومت يي غږ وکړو چې استعفى دې ورکړي.

د اپوزیشن ګوندونو د څرګندونو په ځواب کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز ویلي، اسلام اباد ته د لانګ مارچ او د حکومت د نسکورولو ګواښونه کار نه کوي.

وزیراعظم همداراز ویلي چې د اپوزیشن په غوښتنه استعفا نه ورکوي ځکه چې ولس منتخب کړی دی.

د پاکستان حکومت او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات راڼه او منصفانه ول.

XS
SM
MD
LG