د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن د پوځ او استخباراتو مشران په بې ساري توګه په نښه کړي: عمران خان 


د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لرې چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي. (انځور: ارشیف)
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لرې چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د هېواد په تاريخ کې په لومړي ځل اپوزشن ګوندونه د پوځ او استخباراتي ادارې مشران داسې په نښه کوي چې مثال يې نشته.

عمران خان د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پنجاب په چکوال کې د یو پوهنتون پرانست غونډې ته وويل چې د اپوزشن ګوندونو دا موقف ناسم دی چې په انتخاباتو کې پوځ درغلۍ کړې دي او موجوده حکومت يې غوره کړی دی.

عمران خان زياته کړه چې که چېرې له اپوزشن سره د درغليو ثبوتونه وي نو بيا ولې اليکشن کميشن او يا سپريم کورټ ته نه دي ورغلي.

د تحریک انصاف مشر او وزیراعظم عمران خان ویلي چې د اپوزشن ګوندونه د پاکستاني پوځ په اړه داسې بیانیه خپروي چې د ده په وینا د هند هغې ته ورته ده.

د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو.

دا تحریک په یوه خوله دریځ لري چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی او دوی یې نه مني.

یاد تحریک غوښتنه کوي چې عمران خان دې زر تر زره استعفا وکړي او په ملک کې دې داسې شفاف انتخابات وشي چې د دوی په وینا د پوځ او جاسوسي ادارو هیڅ رول پکې نه وي.

دوی تور پورې کوي چې د پاکستان پوځي او د جاسوسي‌ ادارو چارواکو د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې د دې لپاره درغلۍ کړې وې چې عمران خان واک ته ورسوي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لرې چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG