د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ګوادره د باړ تاوولو پرېکړه په عدالت کې چیلنج


حکومت وايي له ګوادره د اغزن دېوال تاوولو کار د امنیتي وجوهاتو له کبله کوي - د ارشیف انځور.
حکومت وايي له ګوادره د اغزن دېوال تاوولو کار د امنیتي وجوهاتو له کبله کوي - د ارشیف انځور.

د بلوچستان د وکیلانو ټولنې (بار کونسل) د ډېسېمبر پر ۲۴مه په بلوچستان های کورټ کې د صوبايي حکومت له لوري د ګوادر له نوي ښاره د اغزن تار تاوولو پرېکړه چیلنج کړل شوې ده.

دوی عدالت ته په کښلي بیان کې ویلي چې د اغزن تار تاوولو سرکاري ګام به نه یوازې د ګوادر ښاریان له بنیادي حقونو څخه بې برخې کړي بلکې له دې څخه به ګوادر په دوو برخو ووېشل شي.

په دې ترڅ کې د بلوچستان بار کونسل مرستیال مشر منیر کاکړ اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل: ''عدالت (بلوچستان های کورټ) ته یې په خپل درخواست کې ویلی دي چې د پاکستان په ایین کې هر وګړی د ازاد تګ راتګ حق لري. په ازاده توګه به تجارت او د خپلو ماشومانو لپاره روزګار کوي. دغه ډول سکول عدالت او دفتر ته په ازاده توګه ځي، راځي، نو په ګوادر کې چې کوم باړ لګېږي له هغه څخه د ګوادر د خلکو بنیادي حقوق اغېزمنېږي ځکه چې هغوی به نه سکول ته تللی شي، نه به هسپتال او نه هم کالج او عدالت ته تللی شي.''

دا په داسې حال کې ده چې ډېری بلوڅ ملتپالو ډلو هم په ګوادر کې د باړ تاوولو مخالفت پیل کړی دی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د بلوچستان نیشنل ګوند (بي اېن پي) غړی او د پبلک اکاونټس کمېټی چېرمېن اختر حسین لانګو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی تل پر ګوادر د اغزن تار چاپېرولو چارې په کلکه غندلې ځکه چې دغه عمل نه یوازې د ګوادر ښاریانو بنیادي حقونه اخلي بلکې دوی د صوبې له نورو ضلعو څخه لیرې کول هم دي:

''په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ز کې هم د اخبره راپورته شوې وه چې د ګوادر زړه ابادي له ښاره بهر وباسي، هغه وخت هم بي این پي احتجاج کړی وو او دا اوسنی ګام هم د هغه پالیسي یوه کړۍ ده، چې یو ځل باړ راګرځول پوره کړي بیا به ورو ورو ولس تنګوي او کرار کرار به خلګ له کورونو څخه باسي او ښار به خالي کوي. ځکه چې له لومړۍ ورځې څخه د دوی پالیسي وه چې ښار به خالي کوو. د ګوادر باړ خلاف په بلوچستان اسمبلۍ کې رېکوزیشن جمع کړی دی او په راروان اجلاس کې به پر دې بحث کېږي.''

نیشنل ګوند هم پر ګوادر د باړ راګرځولو په باب وايي چې د حکومت له دغه ډول ګامونه څخه د ولس ستونزې د هوارېدو پرځای لاپسې ډېروي.

د نیشنل ګوند مرکزي مرستیال مشر ډاکټر اسحاق بلوڅ مشال راډیو ته وویل پکار ده چې حکومت د ګوادر په اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي:

''د پاکستان وفاقي حکومت چې په ګوادر کې د باړ اچولو تګلاره خپله کړې ده، هغه د ایین خلاف کار دی. او دا د ګوادر ولس محصورولو منصوبه ده. موږ د ګوادر باړ یا مخصوص اتارټي هرځای مخالفت کړی دی او جاري به یې ساتو. د دې خلاف به په ولس کې پوهنه راولو چې دا باړ یا اغزن تار جار اېستل بالکل غلط کار دی ځکه چې دا د انساني حقوقو خلاف ورزي ده.''

مشال راډیو پر دې موضوع د بلوچستان حکومت له ویاند لیاقت شاهواني سره ټېلېفوني اړیکه ونیوله، هغه ځواب و نه وایه، خو د بلوچستان حکومت له لوري د ګوادر اغزن تار په اړه بیا بیا ویل شوي دي چې مخالف ګوندونه په صوبه کې د حکومت هر ښه کار ته د شک په سترګه ګوري.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان د ډېسېمبر پر ۱۹مه په خپل یو بیان کې ویلي ول چې حزب اختلاف د ګوادر و اغزن تار ته د سیاسي رنګ ورکولو پس اوس پر هر فورم باندې له دې منصوبې یوه بېځایه مسله جوړوي.

د نوموړي په وینا چې حزب اختلاف تر دې وړاندې د سینډک، بجټ او پر پوله د باړ مسلې راپورته کړې وې او بیا پر هغه پټه خوله پاته شول.

نوموړي ویلي چې په اغزن تار د ګوادر یوه مهمه برخه خوندي کول غواړي او په تېره یې غرنۍ سیمې تر باړ لاندې راوستل دي.

حکومت زیاتوي، له ګوادره د اغزن دېوال تاوولو کار د امنیتي وجوهاتو له کبله کوي.

د کارپوهانو په وینا، د ګوادر ابادي تر درېوو لکو زیاته ده او اغزن تار چې شاوخوا ۳۵ کېلومیټره لګول کېږي، له دې څخه به څه نا څه یو لک ابادي په باړ کې دننه او دوه لکه دباندې یا بهر پاته شي.

په باړ دننه کې زیاتره سرکاري دفترونه، تعلیمي ادارې، عدالتونه، د لوبو میدانونه او نورې پرمختیايي پروژې شاملي دي او د باړ څخه دباندې به ماهي ګیر یا د کب نیوونکو لویه ابادي پاته شي.

د چین- پاکستان اقتصادی راهدارۍ ( سيپیک ) تر پروژو لاندې به ګوادر نه یوازې یو لوی سوداګریز بندر وګرځي بلکې د دې ترڅنګ پر نورو لویو پروژو هم کار روان دی چې د حکومت په وینا، په راتلونکې کې به د نړۍ له نورو هېوادونو سره د چین ترڅنګ پاکستان هم په تجارت کې لویه ونډه ولري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG