د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پيوستون نړيواله ورځ: په باجوړ او مومندو کې د خلکو يو بل سره مرسته


 ملګري ملتونه د دیسمبر په شلمه په نړۍ کې د انټرنيشنل هيومن سوليډيريټي ډې يا د انسانان ترمنځ د پيوستون نړيواله ورځ لمانځي (انځور: ارشیف)
 ملګري ملتونه د دیسمبر په شلمه په نړۍ کې د انټرنيشنل هيومن سوليډيريټي ډې يا د انسانان ترمنځ د پيوستون نړيواله ورځ لمانځي (انځور: ارشیف)

په باجوړ کې د خلوزو خيرښېګړې کمیټې مشران وایي دوی د خلکو ترمنځ د پيوستون او يووالي زیاتولو لپاره د بی وسه او ضرورتمندو سره مرستی کوي. په دې کمېټه کې راغونډ ټول کسان رضا کاران دي.

شاه ولی خان ماموند د دغه کمیټۍ مشر دی. هغه د دیسمبر په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې دوی ته خلک پېسې ورلېږي چې دوی پرې بيا د نورو سره مرسته کوي. د هغه په وېنا دا کار د خلکو ترمنځ پيوستون زیاتوي.

ده وویل، "ځيني وخت خلک ډاکټر ته د تګ پېسې نه لري. موږ یې ډاکټر ته رسوو. د لارې کرايه ورکوو. زموږ کسان د مریضانو سره ځي او هلته یې خدمت کوي. د خپل وس مطابق مو خلکو سره د خوراکي موادو او کپړو مرسته هم کړې ده."

د دیسمبر په شلمه، ملګري ملتونه په نړۍ کې د انټرنيشنل هيومن سوليډيريټي ډې يا د انسانان ترمنځ د پيوستون نړيواله ورځ لمانځي.

د ملګرو ملتونو پر ويب سایټ ليکل شوي چې د يووالي د دې ورځ مقصد د خلکو يووالی لمانځل او د غریبۍ ختمولو لپاره د شريک کار هڅول دي.

د باجوړ د خلوزو خېرښېګړې کمېټې په همدې طريقه د غريبو سره مرستې جارې ساتلي دي.

په دوی کې د سمسیرو چم ماموندو کې سيف الرحمن هم دی. دې ۲۸ کلن ځوان ته چې کله د ګردو ناروغي پېدا شوه نو اته لکه روپۍ پې مصرف شوې خو جوړ نه شو.

هغه بيا هم مرستې ته اړ دی چې د خلوزو کمېټۍ ورته لاس ورکړی.

نوموړي د دیسمبر په شلمه مشال راډيو ته وويل، "که ما سره دې خلکو مرسته نه وای کړی نو زه به وختې مړ وای. خدای دې دوی سره ښه وکړي چې زما لاس امداد یې کړی."

په مومندو کې هم ځينې د خېرښېګړې کار کوونکي تنظيمونه شته چې د خلکو سره مرسته کوي خو نه غواړي د دې کار اشتهار یې وشي.

خو د انټرنيشنل هيومن سوليډيريټي ډې يا د انسانان ترمنځ د پيوستون د ورځې په مناسبت مو د همدرد ویلفير ارګنایزیشن والاوو سره خبرې وکړي.

دوی وايي زیاتره خلکو ته خوراکي شیان او د سکولونو ماشومانو له جامې ورکوي.

دی وايي، "موږ د کورونا وایرس په وخت د خلکو سره مرسته جاري ساتلې ده. مالداره خلک موږ ته پېسې رالېږي او موږ پرې هره مياشت غريبانانو ته خوراکي څيزونه اخلو."

ملګرو ملتونو پر خپل ویب سايټ ليکلي چې د انټرنيشنل هيومن سوليډيريټي ډې يا د انسانان ترمنځ د پيوستون په ورځ غواړي خلکو ته ووايي چې د يو بل سره د مرستې او شيانو د شريکولو له لارې کولی شي د بې وزلۍ په کمولو کې مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۳ کال کې په دې لړ کې د غریبۍ ختمولو او خلکو ترمنځ د پيوستون لپاره يو فنډ هم جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG