د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کورونا سره څه وکړل چې نړیوال یې ستاینه کوي؟


پاکستان وايي، د کورونا پر وړاندې د هغوی د هغوی اقدامات کامیابه و چې له وجې یې په ملک کې دا وبا که ختمه شوې نه ده نو مخ په کمېدو ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وبا پر وړاندې د پاکستان هڅې ستایلي دي. د یاد سا

زمان مشر ټیډروس اډنام ګیبریسس په یو بیان کې ویلي، دا چې پاکستان کلونه کلونه د پولیو د رنځ پر وړاندې مبارزه کړې، نو هماغه چوکاټ یا انفراسټرکچر یې د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره کارولی دی.

د نوموړي په وینا هغه ولسي صحي کارکوونکي چې پخوا به کور په کور ګرځېدل چې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي، ورته مسولیت سپارل شوی و چې د کورونا وایرس د مریضانو څارنه او معلومات وکړي او ورسره په تماس کې شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د ځینو نورو هیوادونو نومونه هم اخېستي چې ګویا هغوی د کورونا پر وړاندې ښه مبارزه کړې ده. په دغو هیوادونو کې کمبوډیا، جاپان، نیوزیلینډ، د کوریا جمهوریت، روانډا، سېنېګال، هسپانیا او ویتنام هم شامل دي. د نوموړي په وینا دا چې په هغو هیوادونو کې تر دې وړاندې د سارس، شري، پولیو، ایبولا، زکام او داسې نور مرضونه وخت په وخت راغلي وو، او هغوی ترې تجربه حاصله کړې وه، نو ځکه یې د کورونا پر وړاندې هم ښه اقدامات کړي دي.

د پاکستان حکومت په دې ستاینه خوشاله دی او چارواکي وايي، په نړیواله کچه داسې حوصله بخښونکي بیانونه مخې ته راتلل، د هغوی مورال لوړوي. د پاکستان سرکاري راډیو د سېپټمبر پر ۱۲مه پر خپلې ویبپاڼې لیکلي، د روغتیا نړیوال سازمان دوی د هغو هیوادونو په قطار کې درولي چې د نړۍ نور هیوادونه ترې د کورونا وایرس نه د بچ کېدو لپاره د هغوی له تجربو ګټه پورته کولی شي.

راډیو پاکستان لیکي، د روان کال په فبرورۍ کې دغلته د کورونا لومړی کیس مخې ته راغلی و، له هغې تر دغې له درې لکو زیات کسان پر کورونا اخته شوي خو دوه لاکه او اته اتیا زره نه زیات کسان ترې بیرته ښه شوي هم دي او اوس د مثبتو کیسونو مخې ته راتلل ډېر کم شوي دي.

د روغتیا په څانګه کې د پاکستاني وزیراعظم پخواني سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د سېپټمبر پر ۱۲مه په یو ټویټ پیغام کې ویلي، دا د پاکستان لپاره د ویاړ نه ډکه خبره ده چې نړیوال د هغوی د اقداماتو ستاینه کوي.

یو مساپر په بس کې ناست دی خو ماسک یې اچولی، په دې توګه ځان له کورونا ساتي.
یو مساپر په بس کې ناست دی خو ماسک یې اچولی، په دې توګه ځان له کورونا ساتي.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې ډاکټران هم دا خبره تاییدوي چې اوس د تېرو څو میاشتو پرتله د کویډ ـ ۱۹ ناروغان مخ په کمېدو دي. د حیات اباد میډیکل کمپلېکس ډاکټر سلمان چې په مارچ میاشت کې پر کورونا اخته شوی و، وايي، اوس مکمل ښه شوی او کار ته ځي راځي. نوموړي د کورونا وایرس د صورتحال په اړه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د کورونا نه د بچ کېدو لپاره د حکومت اقدامات کامیاب و، ځکه خو ګورو چې ورځ په ورځ مثبت کیسونه کمېږي. هغه وايي، اوس خو په هسپتالونو کې هم د کورونا لپاره ځانګړي ځایونه تړل کېږي ځکه چې د دې وایرس هغه پخوانی شدت نه دی پاتې.

ډاکټر سلمان وايي، دا وېره تل موجوده وي چې که له یوې سیمې کورونا وبا ختمه هم شي نو چې بیا مخ را ونه ګرځوي او د همدې لپاره حکومت انتظامات کړي او ځیني مرکزونه یې فعال ساتلي دي.

د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون ویاند ډاکټر عاصم هم دا خبره تایید کړه چې اوس د روغتون عادي چارې پر مخ روانې دي او د کورونا بیماران چېرته خال خال شمېر کې هغوی ته ورځي چې درملنه یې کېږي.

کورونا د غریبو پاکستانیانو کاروبار خراب کړی.
کورونا د غریبو پاکستانیانو کاروبار خراب کړی.

په پاکستان کې په ترتیب سره د سیند صوبه کورونا تر ټولو زیاته ځپلې ، ورپسې، پنجاب او په درېم نمبر بیا د خیبر پښتونخوا صوبه ده. په همدې ترتیب مرکز اسلام اباد په څلورم او بلوچستان په پنځم نمبر دی.

خو راپورونه وايي، اوس په بلوچستان کې هم د نورو صوبو په شان د کورونا وایرس پېښې مخ په کمېدو دي. لیاقت تابان په کوټه کې د پښتورګو متخصص ډاکټر دی. هغه هم یو له هغو کسانو څخه دی چې له کورونا ښه شوي. نوموړي د سېپټمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، دا خبره سمه ده چې پاکستان کې کورونا کمه شوې، خو د نوموړي په وینا د دې کریډیټ له حکومته زیات خلکو ته ځي چې د کورونا پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته کړل. نوموړی وايي، ټیک ده چې حکومت هم خپل کوشش کولو، خو زیات مخنیوی له دې وجې وشو چې خلک وډار شول، لاک ډاون یې په ځان عملي کړو او په کورونو کې پاتې شول، نو همدا وه چې د کورونا مخه ونیول شوه. تابان زیاتوي، کورونا چې څومره تاوان کولو، هغه یې وکړ او اوس حالات مخ په ښه کېدو دي.

په پاکستان کې حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند نه کار واخېست، سکولونه او ځیني دفترونه یې وتړل او د خلکو د اګاهۍ لپاره یې له رسنیو او ټولنیزو رسنیو کار واخېست. خلک وايي، کورونا به ختمه شي خو د هغوی ملا یې ماته کړې ده، د یکه غونډ سمیع الله مشال راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

"موږ خو یې سوال ته کښېنولو، اوس که کورونا ختمېږي هم نو پرې څه؟ حکومت له پکار دي، داسې اقدامات وکړي چې د کورونا ځپلي خلک بیرته راپورته شي."

اوس چې په ملک کې د کورونا وایرس پېښې نسبتا په کمېدو دي نو حکومت دا پرېکړه هم کړې ده چې د سېپټمبر له ۱۵مې نېټې نه به سکولونه په تدریجي ډول پرانیزي.

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې لیدل شوي چې کله هم په ټولبند کې نرمي راغلې او تعلیمي ادارې پرانیستل شوي نو د کورونا کیسونه یو وارې بیا زیات شوي دي. د شنونکو په باور پاکستان له به هم پکار وي چې په احتیاط قدم واخلي او د کورونا د بلې څپې نه دې ځان نه بېغمه کوي.

د سېپټمبر تر ۱۲مې ، د پاکستان په ګاونډ افغانستان کې د کورونا ۳۸۶۰۶، په ایران کې ۳۹۷۸۰۱، په هند کې نږدې ۴۶۶۰۰۰ او په چین کې ۹۰۱۴۵ کسان په کورونا اخته شوي.

XS
SM
MD
LG