د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې سیلابونو ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. د افغانستان بيړنيو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولتوزير وايي د پروان ولايت په مرکز چارېکارو کې سيلابونو د اګست تر ۲۶مې له ۱۰۰ زيات کسان وژلي او له ۳۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.
غلام جيلاني فرهاد نن [د اګست پر ۲۶مه] مشال راډيو ته وويل چې دا لومړنۍ شمېرې دي او د تلفاتو شمېر ښايي نور هم زيات شي. نوموړي زياته کړه چې په ځېنو نورو ولايتونو کې هم مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
سيلابونه د اګست پر ۲۵مه ناوخته له زياتو اورښتونو وروسته نيمه شپه راوتلي.
بلخوا د میدان وردکو د ولایتي شورا غړي وايي چې تېره شپه د دې ولایت په جلریز ولسوالي کې سیلابونو د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون پينځه کسان وژلي دي.
د دوی په وینا، سیلابونو د دې سیمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د میدان وردکو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن [د اګست پر ۲۶مه] مشال راډیو ته وویل چې بارانونه پرون د مازیګر له څلورو بجو پیل شوي ول او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ چې بيا وروسته په سيلاب بدل شول.
په افغانستان کې بيړنيو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزات ویلي چې په پروان، میدان وردکو، کاپیسا، پنجشیر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې په بارانونو او سیلابونو کې د ځاني زیانونو په خوا کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او کښتونه هم زیانمن شوي دي.
په معلوماتو کې زیاته شوې چې د دې بارانونو او سیلابونو له کبله ۳۰۰ د استوګنې کورونه، ۲۰۰ ميټره استنادي دیوالونه، ۱۰۰ ميټره سړک، ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ځېنې دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د فېسبوک تبصرې