د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کابل او ننګرهار بریدونو خلاف لاریون


خوستیو ځوانانو په افغانستان کې د جنګ پرضد لاریون وکړ. ۲۰۲۰، ۱۳ مې
خوستیو ځوانانو په افغانستان کې د جنګ پرضد لاریون وکړ. ۲۰۲۰، ۱۳ مې

د مې پر ۱۲مه له مازدیګر وروسته د خوست لسګونو اوسېدونکو او ځوانانو په دې ورځ په کابل او ننګرهار کې په ولسي وګړو بریدونه وغندل.

د لاریون ګډونوالو د سولې په پلوی شعارونه ورکړل او له ولسونو يې وغوښتل، چې ټول په یو غږ د جګړه غوښتونکو پر وړاندې ودرېږي.

د خوست اوسېدونکي په کابل او ننګرهار کې د وسله والو تر بریدونو وروسته چې د نویو زېږدلو ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي په کې ټپیان ووژل شول، په ښار کې لاریون وکړ او د جګړه غوښتونکو خلاف يې شعارونه ورکړل.

دوی په خپلو شعارونو کې ویل، موږ افغانانو ته سوله غواړو، جنګ بس دی او موږ له جنګه ستړي یو.

د لاریون ګډونوال فریدالله قربان په خپلو کې وویل:

"په ننګرهار، کابل، خوست او نورو ولایتونو کې وحشي بریدونه ترسره شوي دي، دا ځوانان هم د دې بدبخته او بدمرغې جګړې خلاف راوتلي دي، د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي،چې نور دې د سولې لپاره کار وکړي او جنګ دې ودروي، دا ولس نور غلی نه کیني او د هغه خلکو پرضد به پورته کېږي چې جنګ ته لمن وهي."

د لاریون یو بل ګډونوال قادرشاه انصاري وویل، د دې هېواد په څو ولایتونو کې هم مهاله د ولسي خلکو خلاف بریدونه کېږي، چې دا له افغان ولس سره په ښکاره دښمني ده.

ده زیاته کړه د جګړې ښکیلې خواووې د دې وژنو او بدمرغیو له مسوولیته ځانونه نشي خلاصولای او باید د خلکو سوله غوښتنې غږ ته درناوی وکړي.

مدني فعال خیرالله حیران هم په خپلو خبرو کېجګړه وغندله او د سولې غوښتنه يې وکړه.

د کابل په بريد کې ۱۴ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00

د مې پر ۱۲مه په کابل کې پر یوه ۱۰۰ بستریزه روغتون باندې ډله ییز برید کې ۱۴ ملکیان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

همدارنګه په ننګرهار کې بیا د جنازې په مراسمو ځانمرګي برید وشو، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول او ۶۸ نور ټپيان شول.

په دې ورځ په خوست ښار او د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د خلبیسات په بازار کې هم چاودنې وشوې، چې په دې کې هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG