د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک د موادو د څار لپاره خپلواکه ډله جوړه کړه


د ټکنالوژي کمپنۍ، فېسبوک د څارنې يوه شل کسیزه ډله جوړه کړې چې د نورو ځينو کارونو ترڅنګ به د ټولنيزو اړيکو پر ویبپاڼې، فېسبوک ډاټ کام او تصويرونو خپروونکي اېپ انسټاګرام خپريدونکي مواد ارزوي.

فېسبوک د مې په شپږمه وويل چې دا ډله یا بورډ به د غلطو معلوماتو د خپرېدو مخنیوي او د دې ویب سایټونو له اصولو سرغړونکو په اړه پرېکړه کوي. همداراز دا بورډ به د نفرت خوروونکو، ځوروونو، جعلي‌خبرونو او شخصي ازادۍ تروړنې مواد ګوري او پرېکړه به کوي چې خپرونکي يې له فېسبوکه ليری شي او کنه.

فېسبوک په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا بورډ به په خپلواک ډول کار کوي او قوانينو ته په کتو به يې هره پرېکړه عملي کېږي. په دې اعلانه شوې ډله کې نګهت داد هم غړیتوب لري. داد په پاکستان کې د خلکو انټرنيټ ازادۍ لپاره جوړې ادارې، ډيجيټل رايټس مشره ده.

پر فېسبوک د خپریدونکو موادو د څارنې ډله خپلواکه ده او د فېصلو په وخت د فېسبوک اقتصادي او سياسي ګټې په پام کې نه نیسي
نګهت داد

هغې د فېسبوک د څارنې بورډ په اړه د مې په اوومه مشال رېډيو ته وويل چې دوی به په راتلونکو څو مياشتو کې د ځينو جنجالي موادو په اړه پرېکړې کول پېل کړي.

نوموړې زیاتوي: ((په تېره يوه لسیزه کې ځيني داسې مالومات او مواد خپاره شول چې فېسبوک ته دا فکر ورولوېد چې کوم شی د نشر وړ او کوم نه دی. زموږ ډلې ته به فېسبوک او انسټاګرام او يا هم د دوی کاروونکي ځيني مواد راسپاري چې وې ارزوو.))

هغې د بورډ د کېدونکو پرېکړو په اړه وويل: ((زموږ فېصلې حتمي دي. موږ خپلواکه يو او فېسبوک يا انسټاګرام راباندې کوم اثر رسوخ نه لري. موږ به د فېسبوک او انسټاګرام د استعمال اصولو ته هم پام کوو. موږ به د بيان ازادۍ او بشري حقونو ته په کتو پرېکړې کوو. د څارنې دا بورډ د فېصلو کولو په وخت د فېسبوک اقتصادي ګټې يا سياسي اړخ ته پام نه کوي.))

فېسبوک پاڼه په ۲۰۰۴ کال کې د هارورډ کالج يو زده کوونکي مارک زکربرګ د خپلو پينځوو نورو ملګرو سره جوړه کړه. په لومړي سر کې یې يوازې په خپل منځ کې د خبرو لپاره کاروله خو وروسته وروسته لويه شوه. اوس فېسبوک په نړۍ کې د ۴۵۰۰۰ کارکوونکو په درلودلو سره د يوې لویې ټکنالوژۍ کمپنۍ په توګه پېژندل کېږي. د فېسبوک د معلوماتو ترمخه دا کال د دوی د پاڼې د استعمالوونکو شمېر يو اعشاريه اوه اربه خلکو ته ورسېد. په دوی کې په اوسطه توګه دوه اعشاريه شپږ ميليونه خلک هره مياشت فعال وي.

د فېسبوک موادو د څارنې په بورډ کې يوازې د ټکنالوژۍ پوهان نه دي بلکې د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه پخواني سياستوال، د پوهنتون استادان او د بشري حقونو فعالان هم پکې شته. دا بورډ‌ اوس شل غړي لري خو فېسبوک ويلي چې شمېر به یې ۴۰ ته لوړوي. دا بورډ د ډېر واک لرلو له کبله په ټولنيزو رسنيوو کې د فېسبوک سپريم کورټ په نوم مشهوره شوی دی.

د فېسبوک د څارنې ډلې غړې، نګهت داد
د فېسبوک د څارنې ډلې غړې، نګهت داد

ټکنالوژي پوه اسامه خلجي وايي پر فېسبوک دا نيوکې کېدلې چې د جعلي خبرونو، غلطو معلوماتو او د نفرت خوروونکو موادو ليري کولو لپاره یې سم کار نه دی کړی نو له دې کبله یې د څارنې بورډ جوړ کړ چې يو مهم ګام دی. هغه زیاته کړه: ((د دې بورډ ښه خبره دا ده چې د فېسبوک کمپني اغېز پرې نشته. فېصلې به پخپله خوښه کوي.))

فېسبوک په داسې مهال د موادو د څارنې بورډ‌ جوړوي چې په نړۍ کې کورونا وایرس خپور شوی دی. د روغتيا نړيوالې ادارې ويلي چې د دې وایرس په اړه پر انټرنيټ غلط معلومات او د دوا په هکله یې جعلي خبرونه خپريږي چې مخنيوي یې ضروري دی. په دې لړ کې د ټکنالوژۍ ځينو نورو لويو کمپنيوو لکه ګوګل، ټويټر، يوټيوب، مايکروسافټ، وايبر او ټيليګرام يو لړ ګامونو اخیستي دي.

فېسبوک يو اعشاره اوه اربه استعمالوونکي لري. هره مياشت یې په مسلسل ډول د فعالو کاروونکو شمېر لږ تر لږه دوه اعشاریه شپږ ميليونه دی
فېسبوک

نګهت داد وايي فېسبوک کوښښ‌کوي چې د داسې بې لارې کوونکو معلوماتو مخه ونیسي او د دې لپاره به یې نوی جوړ د څارنې بورډ اغېزمن تمام شي.

هغې زیاته کړه: ((فېسبوک اصول لري چې له مخې یې زیانمنوونکي مواد ليري کوي. جعلي خبرونه او جعلي اکاونټونه هم ختموي. دوی ځينې غلطیانې کړې دي خو هيله ده چې اوس د دې بورډ په راتګ سره دا ستونزه تر ډېره حل شي. دا بورډ به په شفافه توګه پرېکړې کوي. د خلکو لپاره زما لارښوونه ده چې کله تاسو فېسبوک کاروئ او مخې ته مو خبرونه راځي نو لومړی یې له نورو سرچينو تاييد کړئ.))

ارټيفیشل اينټيلجنس او د ژبو ستونزه

د فېسبوک کموينيټي رولز يا اصولو تر مخه هيڅوک د چا د بدنامولو مواد نه شي خپرولی، د بل چا په نوم حساب يا فېک اکاونټ نه شي جوړولی، پردي عکسونه او ويډيوګانې نه شې نشرولی او د سياسي ګټو لپاره داسې کمپاين نه شي کولی چې په دروغو ولاړ وي. د دې تر څنګ ځيني نور اصول هم شته چې که څوک یې مات کړي نو راپور کېدلی شي. فېسبوک دا راپورونه څاري اوسرغړونې په صورت کې اړونده مواد او اکاونټونه ليري کوي.

د تصویرونو شريکولو اېپ، انسټاګرام د فېسبوک ملکیت دی چې د څار ډله به یې مواد ارزوي
د تصویرونو شريکولو اېپ، انسټاګرام د فېسبوک ملکیت دی چې د څار ډله به یې مواد ارزوي

خو د دې راپورونو شمېر په ميليونو کې وي نو ځکه یې ارزونه د انسانانو له خوا نه بلکې د آرټيفيشل انټيلجنس يا ځیرکو سافتويرونو له لارې کېږي. ټکنالوژي پوه، اسامه خلجي وايي په دې سافټويرونو کې د خبرداري لپاره ځيني ټکي ليکل شوي وي چې پر بنياد یې د موادو د ښه والي او بدوالي پرېکړه کېږي.

د اسامه په وېنا دا سافټويرونه د انګريزي مواد سم اروزولی شي خو د پښتو په ګډون نورې ډېرو ژبو پوره ټيکنالوژيک پرمختګ نه دی کړی نو ځکه یې آرټيفیشل انټيلجسن د موادو په اړه سمه پرېکړه نه شي کولی.‌ د اسامه په خبره د فېسبوک د موادو د څارنې نوې ډلې ته به دا تر ټولو لوی چېلنج وي چې څنګه د ټولو ژبو مواد سم وڅېړل شي. خو هغه زیاتوي چې خلک دې پخپله هم پر موادو د تاييد پرته يقين نه کوي.

د فېسبوک موادو د څارنې په بورډ کې يوازې د ټکنالوژۍ پوهان نه دي بلکې د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه پخواني سياستوال، د پوهنتون استادان او د بشري حقونو فعالان هم پکې شته. دا بورډ‌ اوس شل غړي لري خو فېسبوک ويلي چې شمېر به یې ۴۰ ته لوړوي. دا بورډ د ډېر واک لرلو له کبله په ټولنيزو رسنيوو کې د فېسبوک سپريم کورټ په نوم مشهوره شوی دی.

چين او روس د کورونا وايرس په پروپيګنډه بوخت دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:16 0:00

XS
SM
MD
LG