کورونا وایرس د اروپا ښکلی ښار پراګ شاړ کړی
پراګ د اروپا له ښايسته ښارونو څخه يو دی چې په اړه يې نړيوال شهرت لرونکی ليکوال فرانز کافکا وايي، د پراګ ښايست به تاسو له دې ښاره وتلو ته پرې نږدي او داسې يوه نازبينه مور ده چې تاسو په خپلو پنجو کې ګېر ساتي. خو کورونا وايرس په ملينونو خلک ددې ښار د ښایست له کتو څخه محرومه کړي دي. چيک جمهوریټ د وايرس مخنيوي په لړ کې هېواد تړلی دی او د الوتکو په تګ راتګ يې بندېز لګولی دی چې له کبله يې د پراګ کوڅې او بازارونه شاړ پراته دي. د اپرېل تر ۱۴مې په دې هېواد کې تر ۶۰۰۰ زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوي او تر ۱۴۳ پورې يې وژلي دي. په دې اړه د عبدالحي کاکړ ويډيويي رپورټ وګورئ
د فېسبوک تبصرې