د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د نړۍ بېلا بېلو حکومتونو او روغتياپالانو بېلا بېلې لارې چارې خپلې کړې دي. خو د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ډاکټران وايي چې له دې وايرسه د ځان ژغورلو لپاره دوی اړين وسايل نه لري چې د ناروغانو د کتنې پر مهال يې وکاروي.
د پاکستان د دې دواړو صوبو ځوانو ډاکټرانو په دې اړه نه يواځې اوس احتجاج کړی بلکې تر دې وړاندې يې هم د وسايلو د نشتوالي او نورو غوښتنو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړي دي.
احمد شاه اعظمي د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د اتحايې له مشر ډاکټر ياسر اڅکزي او همدا ډول د خېبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې له مشر ډاکټر رضوان کونډي سره خبرې کړې او د دوی د هلو ځلو په اړه يې پوښتلي دي.
خپرونه لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.
د فېسبوک تبصرې