پراګ - د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت الله په قطر کې د سیاسي دفتر څلور مهم غړي له مرکچي پلاوي لرې کړي.
دوو سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې دا کسان له مذاکراتي ټیمه لرې شوي او همداراز، د دفتر پېنځه نور کارکوونکي هم له کاره ګوښه شوي دي.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې د طالبانو مشر دا اقدام کله کړی دی.
طالبانو هم د دې بدلونونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
په اسلام اباد کې مې د مشال راډیو له خبریال طاهر خان سره خبرې کړې دي او ورڅخه مې پوښتلي چې داسې اطلاعات دي چې په قطر کې د سیاسي دفتر ځینې غړي له دندو ګوښه شوي، ایا دا سمه ده؟
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.
د فېسبوک تبصرې