د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمان غوښتنې ورځ تر بلې زیاتېږي


اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' نننی تصوير
اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' نننی تصوير

په اسلام اباد کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو حکومت ضد احتجاج د اکتوبر پر ۳۱مه له څلورو بنيادي غوښتنو سره پيل شو چې د وزيراعظم عمران خان استعفا، انتخابات له سره کول، سياسي بنديان راخوشي کول او په ايين کې د اسلامي دفعاتو محفوظ ساتل وو.

مولانا فضل الرحمان هر ماښام پرلتوالو ته وينا کوي او پر ذکر شوو څلورو بنيادي غوښتنو سربېره پر ځېنو نورو موضوعاتو هم بحث کوي.

نوموړي د نومبر پر پنځمه وويل چې لادرکه کسان دې راخوشي کړل شي او که تورن وي نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي. له هغه وروسته يې د نومبر پر شپږمه وويل چې د يو اړخيزه احتساب عمل دې ودرول شي او عدليه دې ازاده پرېښودل شي.

دا چې نوموړی له دې بيانونو او غوښتنو څه تر لاسه کول غواړي؟ په پېښور کې خبريال او د سياسي چارو شنونکی محمود جان بابر وايي چې مولانا هغه موضوعات څېړي چې پوځ په خپه کېږي.

"داسې ښکاري چې مولانا فضل الرحمان او د هغه ملګري هغه خبرې کوي چې پر کومو ايسټبلشمنټ متوجه کېږي يا پر ايسټبلشمنټ اثر پرېوځي. په پاکستان کې چې له پوځ سره کوم طاقت دی، دوی هغه څېړي. دا د دې لپاره چې هغوی ته احساس ورکړل شي چې که ته زموږ خبره دا وخت نه منې نو موږ هم ستا هغه واک څېړو چې تر اوسه چا نه وي څېړلی.''

مولانا فضل الرحمان پرلتوالو ته د وينا پر مهال د ايين د برلاسيتوب او د قانون په دايره کې ادارو ته د واک ورکولو خبره کوي. نوموړي دا خبره هم څو ځلې تکرار کړې چې بايد يوه عمراني معاهده (ټولنيز تړون) وشي چې هره اداره د ۱۹۷۳م کال له ايين سره سم په خپلو حدودو کې اوسي.

بلخوا د باچا خان پوهنتون چارسدې يو ښوونکی ډاکټر عبدالشکور وايي چې مولانا فضل الرحمان ځکه نورې غوښتنې رامخ ته کوي چې خالي لاس ولاړ نه شي.

''که مولانا فضل الرحمان په يوې خبرې پسې نښتی و چې د وزيراعظم استعفا غواړم نو بيا د پرلت خاص مقصد نه پاتې کېدی. پر حکومت د فشار ساتلو لپاره دا خبرې ضروري دي او دوی يې وخت په وخت کوي. د مولانا مذاکراتي ډلې دا خبره هم کړې چې پر حکومت موږ فشار نور هم زياتوو او نور اقدامات هم زموږ په پلان کې شامل دي.''

په پاکستان کې شنونکي په دې نظر دي چې مولانا فضل الرحمان دا ګڼي چې په دې هېواد کې د واک لويه سرچينه پوځ ده نو په همدې خاطر نوموړی پر هغو موضوعاتو خبرې کوي چې پوځ ته راجع کېږي. نوموړي اوس د بيا انتخاباتو کولو سره دا شرط هم اېښی دی چې پوځ دې له دې پروسې ليرې وساتل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG