پراګ ـ شنونکي وايي، داسې ښکاري چې مولانا فضل رحمان د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف د حکومت خلاف د احتجاج پخه اراده کړې ده او د حکومتي خنډونو باوجود به هم هغه د خپلو ملګرو، پلویانو او د اپوزیشن د ځینو نورو ګوندونو په بدرګه اسلام اباد ته ځي او د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه به د ازادۍ مارش پیلوي.
پخپله مولانا فضل رحمان د اکتوبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، احتجاج به یې تر هغې دوام کوي چې دا حکومت یې ړنګ کړی نه وي او نویو انتخاباتو ته لاره هواره شوې نه وي.
"موږ انتخابات غواړو، موږ هغه الېکشن نه دی منلی چې کوم د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۵مه نېټه ترسره شوی و. د اپوزېشن ټول ګوندونه په دې متفق دي. زموږ احتجاج به تر هغې روان وي چې تر څو مو دا حکومت لرې کړی نه وي. د پاکستان له ټولو برخو به خلک زموږ احتجاجي ناستې ته راځي."
مولانا وايي، که یې مخه ونیول شوه، دی یا ملګري یې ګرفتار کړل شول نو حکومت به ځان له لا نوره ګرانه کړي، ځکه چې د حکومت خلاف غږ پورته کول د دوی قانوني حق دی.
په خېبر پښتونخوا او مرکز کې د واګ واګي د تحریک انصاف په لاس کې دي، چا چي پخپله هم اقتدار ته له رسېدو وړاندې په اسلام اباد کې د هغه مهال د حکومت خلاف اوږدې احتجاجي ناستې کړې وې. خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي، حکومت له نه ښايي چې د احتجاج کونکو مخه ونیسي.
"زما په خیال له تحریک انصاف سره دا نه ښايي چې هغه دې په دې وخت کې مولانا فضل رحمان یا د هغه ملګري ایسار کړي، ځکه چې دوی پخپله احتجاجونه کړي دي. اوس چې اپوزېشن ته د حکومت کارونه ناسم ښکاري نو هغوی دا حق لري چې پر ضد یې غږ پورته کړي."
خو د واکمن ګوند او د هغوی د ملګرو دریځ دا دی چې مولانا فضل رحمان د خپل سیاسي سباوون د خوندي کولو لپاره د احتجاج غږ پورته کوي.
د تحریک انصاف یو مشر او وفاقي وزیر فواد چودري د اکتوبر پر پنځمه پر خپل ټویټر اېکاونټ لیکلي وو، د مولانا د تحریک دوه مقصدونه دي، د خپل ذاتي حیثیت بحالي او د مدرسو د اصلاحاتو مخنیوی کول.
د ریلوی وزیر شېخ رشید هم پرون په لاهور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، مولانا پر سیاسي او مذهبي مسایلو د ټکر غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړه، که په ملک کې هر ډول اړی ګړی، ګډوډي او ټکر راځي نو پړه به یې د مولانا فضل رحمان پر غاړه وي.
خبریال او شنونکی عقیل یوسفزی وايي، د مولانا فضل رحمان دریځ ډېر سخت دی خو هغه دا وړتیا لري چې خلک لارو کوڅو ته راوباسي.
"د توقع خلاف د حکومت په باره کې، د ادارو په باره کې، د مولانا صیب دریځ ډېر سخت دی. هغه چې د تېر الېکشن نه وروسته کوم تورونه لګولي وو چې پوځ د هغوی مینډیټ عمران خان ته حواله کړی، نن هم په هماغه دریځ ولاړ دی. نوموړي په خپل تحریک کې سنجیدګي راوستې ده."
د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف وايي، پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) د مولانا فضل رحمان پر اوږو ټوپک اېښی او د هغوی خلاف یې استعمالوي.
د مسلم لیګ (ن) خواجه سعد رفیق د اکتوبر پر پنځمه وویل، د مولانا فضل رحمان د ازادۍ مارش نه وړاندې باید د مسلې حل راوویستل شي.
هلته د پيپلز ګوند یو مشر راجه پروېز اشرف بیا د اکتوبر پر پنځمه رسنیو ته وویل، د دوی ګوند د احتجاجي سیاست پلوي نه دی خو دا چې دوی به د مولانا د ازادۍ مارش کې ګډون وکړي کنه؟ دا به د راتلونکې دوشنبې ( د اکتوبر پر اوومه) پر ورځ د ګوند د مشر بلاول بوټو او د مشرتابه کمېټۍ ترمنځ په غونډه کې فیصله شي.