د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوکدر کې یو ماشوم له مار چیچلو ومړ


سلېمان مار چیچلې ماشوم .
سلېمان مار چیچلې ماشوم .

بېګا د شپې د شوکدر په غني کلا کې یو دوه نیم کلن هلک سلېمان د مار له چیچلو مړ شوی دی.

د ماشوم پلار اجملي خان په وینا چې زوی یې بېګا د شپې یوه بجه د خپل کور دننه مار وچیچلو او وروستو یې د تحصیل هیډکوارټر روغتون ته یوړ.

د ماشوم سلېمان یو ګاونډي ګاونډي شوکت خان له مشال راډيو سره په خبرو کې د اجملي خان له خولې وویل، ماشوم چې کله روغتون ته یووړ نو د روغتون کارمندانو ورته وویل چې له دوی سره د مار زهرو ضد واکسین شته دی خو د ورکولو اجازه نه لري.

وروسته یې ماشوم پېښور ته وړی خو په لار کی مړ شو.

خو د شوکدر روغتون ډاکټر زکریا وینا ده چې ماشوم ته یې د دوایانو ترڅنګ د مار خوړلو ستن هم لګولې وه او بیا یې د ماشوم پلار ته وویل چې د پېښور لیډي ریډنګ هسپتال ته یوسي چی هلته یې په ای سي یو کی داخل هم کړی خو پلار یې پرځای د ورغتون خپل بچی کور ته وړی دی.

دوی وایي، روغتون کې ورته هر ډول علاج شوی دی.

یاده دی وي چې د اګست پر۲۰مه د قاري خوشال ماشومه لور لبنا چې د یکه غونډ اوسېدونکې وه، هغه هم مار چیچلې وه او هم دې روغتون ته یې وروړې وه.

هغه وخت په روغتون کې د مار خوړلو دوایانې نه وې نو هغه ماشومه هم چې پېښور ته یې وړله نو په لار کې مړه شوې وه.

پر هغه پېښه بیا د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت د روغتون او محکمې څلور ډاکټران له نوکریو معطل کړی ول.

XS
SM
MD
LG