پراګ - د خیبر پښتونخوا وکیلانو ټولنې مشر عبدالطیف اپرېدي په مشرۍ د وکیلانو یوې ډلې په پنجشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مخکښانو او پارلېماني غړیو علي وزیر او محسن داوړ د راخوشېکېولو لپاره د پېښور ترهګرۍ ضد عدالت ته خپل درخواست وړی دی چې لومړۍ اورېدنه به یې د جون پر ۱۷ مه نېټه کېږي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې لطیف اپرېدي هیله وښودله چې دواړو پارلېماني غړیو ته به انصاف ترلاسه کوي ځکه چې هېڅوک دا خبره نه مني چې محسن داوړ او علي وزیر دې ډزې کړې وي.
د ښاغلي اپرېدي په خبره په وزیرستان په ټوله خېبر پښتونخوا کې هر چا ته پته ده، ان دا چې په پارلېمان کې هم ټولو ته معلومه ده چې محسن داوړ او علي وزیر ډزې نه دي کړې.
پښتون ملتپالی سیاستوال، د پښتون ژغورنې غورځنګ خواوږی چې په سیاسي حلقو کې د لطیف لالا په نامه شهرت لري زیاتوي: ''په درخواست کې مو هم دغه خبره اچولې چې علي او محسن ډزې نه دي کړې. موږ چې څنګه درخواست داخل کړ نو د ترهګرۍ ضد جج سمدستي په رخصتۍ ولاړ او په اتلسم جون به بیا راځي. نو موږ به د محسن داوړ او علي وزیر هر رنګه قانوني او آییني مرسته کوو او ورسره به ودرېږو چې له هغوی سره ناجایزه ونشي.''
دا چې د محسن داوړ او د علي وزیر مقدمه څه قانوني حثیت لري، د قانوني چارو پوه ایډوکېټ شهاب خټک وايي د دوی دواړو قانوني دریځ او حثیت ډېر پیاوړی او قوي دی. که تاسو وګورئ نو دا ډېر عجیبه کېس دی او په تاریخ کې به لیکل کېږي چې حکومتي فریق ډزې وکړې او خلکو ته پکې مرګ ژوبله وا وښته. خو د دې مقدمه د هغه مظلوم فریق پر ضد درج شوه په چا چې ډزې شوي. نو دا د ریاستي طاقت څرګندونه ده چې په محسن داوړ او علي وزیر ایف ای ار درج شو خو زما په خیال او د کیلانو لپاره یې دفاع کول اسانه ده.
که څه هم ښاغلی خټک ادعا کوي چې د خپلو موکلانو مقدمه چلول یې قانوني پېچلتیاوې نه لري خو د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر د کوم قانوني ستونزو له کبله ونشوای کړای چې د خپل پارلېمان دوه غړي محسن داوړ او علي وزیر د بجټ وړاندې کېدو ځانګړې ناسته ته حاضر کړي. سپیکر اسد قیصر نه یوازې د خورشید شاه په مشرۍ د پیپلز پارټۍ پلاوي ته بلکې پر ټولنیزو رسنیو خپوره شوې یوه ویډيو کې هم د علي وزیر او محسن داوړ پارلېمان ته له حاضرولو معذرت کړی دی خو د پیپلز ګوند له مشرانو سره یې ژمنه وکړه چې د هغوی شریک مشر آصف علي زراداري به یې غونډې ته ور وبولي.
'علي او محسن دې اسمبلۍ ته راوستل شي'
په قامي اسمبلۍ کې له کورمې د پیپلز ګوند غړي ساجد حسین توري په دې اړه د جون پر ۱۳مه له مشال رېډیو سره په خبرو کې ته وویل چې سپیکر اسد قېصر ورسره مخکې وعده کړې وه چې د قانون او آیین په رڼا کې به د محسن وزیر او علي وزیر پر مسله غور کوي خو اوس یې معذرت وکړ او ویل یې چې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د محسن داوړ او علي وزیر د ګډون لپاره امر نشي جاري کولی.
د ښاغلي توري په خبره: ''د پارلېمان هر غړی چې په هر تور/الزام کې نیول شوی وي خو د آیین د ارټیکل ۱۰۸ م ترمخه به د اسمبلۍ په غونډه کې د هغه د ګډون لپاره سپیکر امر کوي. خو له بده مرغه زموږ سپیکر صېب او واکمن تحریک انصاف چې په ایین کې څه راغلي هغه هم نه مني.''
په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر او د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ د ۲۰۱۹ ز کال پر ۲۶ م مې د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته په دې تور نیول شوي چې پر پوځي پوسته یې برید کړی خو پښتون ژغورنه غورځنګ ادعا کوي چې په خړ کمر کې پاکستانیو امنیتي ځواکونو د دوی پر پلویانو په ډزو کې ۱۳ کسان وژلي او تر ۴۰ ژوبل شوي. خو پوځ وايي چې پر پوسته یې په بريد کې پنځه عسکر ژوبل شوي ول او او د دوی په جوابي ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.