د پاکستان کپتان سرفراز احمد ويلي دي په راتلونکې اتوار د هند لوبډلې ته د ماتې ورکولو لپاره دوی باید خپل فيلډینګ (میدانګیري) ښه کړي.
نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کولې چې د ۲۰۱۹ ز نړيوال کرېکټ جام په يوه لوبه کې په چارشنبه د انګلستان په ټنټن کې اسټراليا له پاکستانه په ۱۴ منډو لوبه یووړه.
د جون دوولسمې په لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ښه غورځونه (ترو)ونکړه او په سلېپ کې اصف علي د اسټراليا د بېټسمېن او کپتان اېرون فېنچ کېچ هغه وخت وغورځاوه چې هغه يوازې ۳۳ منډې جوړې کړې وې. له دې وروسته کپتان فېنچ ۸۲ رنزونه جوړ کړل او له اوپنر پېټسمېن ډېوډ ورنر سره په شريکه ۱۴۶ رنزونه ورسول او دارنګ د پاکستان خلاف د کافي رنزونو جوړولو لپاره يې يو ښه بنياد کېښود. همداراز دفاعي اتل اسټراليا پاکستان ته د مېچ ګټلو لپاره د ۳۰۷ رنزونو هدف ورکړ.
سرفراز زياته کړه چې کله دوه ښې لوبډلې له يو بل سره لوبه کوي نو فيلډېنګ ډېر اثر لري او موږ د خراب فېلډېنګ له وجې رنزونه ورکړل. نوموړي زياته کړه که موږ غلطايانې کوو نو غټو ټيمونو ته ماتې نشو ورکولی. سرفراز وايي د دوی د لوبډلې فيلډېنګ ښه نه دی او له هندوستان سره تر مېچ مخکې به دوی ته خپله دغه کمزوري ختمول وي. د ده په خبره چې هندوستان يو تکړه لوبډله ده او کچېرې دوی داقسمه تېروتنې کوي نو بيا مېچ نشي ګټلی.
رويټرز خبري اژانس بيا د پاکستان بېتېنګ ته کتنه کړې او وايي يو وخت داسې وو چې ښکارېده پاکستان به له اسټرېليا مېچ وګټي ځکه چې په ۱۳۶ رنزونو يې يوازې دوه وکټې اووټ وې ځو ډېر زر اوپنر امام الحق اووټ شو، ورپسې محمد حفيظ او بيا شعېب ملک اوټ شول او دا لوبغاړي يوازې په درېو اورونو کې اوټ شول او دې دوران د پاکستان رنزونه يوازې ۱۱ ورزيات شول.
سرفراز هم وايي چې دوی په مختلفو وختونو کې ډېر ښه اغاز وکړ خو پارټنرشېپ يې جوړ نکړ. نوموړی وايي يو وخت په ۱۵ بالونو د دوی درې کسان اوټ شول او هم هغه وخت دوی مېچ له لاسه ورکړ. د اتوار پر ورځ پاکستان له خپل سيال هند سره لوبه کوي او ښکاري داسې چې په دواړو خواو به فشار وي.