د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېکټ نړیوال جام: هند او نيوزي لېنډ لوبې وګټلې


د هند لوبډلې مشر، ويرات کوهلي روهيت شرما ته مبارکي ورکوي
د هند لوبډلې مشر، ويرات کوهلي روهيت شرما ته مبارکي ورکوي

د ۲۰۱۹ کال پنځوس اووريز کرېکټ نړيوال جام په سياليو کې د جون پر پنځمه، هند جنوبي افريقا او نيوزي لېنډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

په ساوتمپټن ښار کې جنوبي افريقا د لومړي بېټينګ کولو پرېکړه وکړه او د نهو لوبغاړو په ماتېدو سره يې ۲۲۷ منډې وکړي. تر ټولو ډېرې منډې کریس موريس، ۴۲ وکړي. د هند له خوا يوزويندرا چاهال څلور لوبغاړي اوټ کړل.

دا هدف د هند لوبډلې په اته څلوېښتم اوور کې پوره کړ. روهيت شرما ۱۲۲ منډې جوړې کړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په چارشنبه په يوه بله سيالۍ کې بنګله دېش په لندن کې د نيوزي لېنډ په وړاندې د لومړي بېټينګ په کولو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړي. شکیب الحسن تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړي. د نيوزیلېنډ ميټ هينري د بنګله دېش څلور لوبغاړي اوټ کړل.

نيوزيلېنډ دا هدف د اتوو لوبغاړو په سوځېدو سره په اته څلوېښتم اوور کې پوره کړل. راس ټېلر تر ټولو ډېرې ۸۲ منډې جوړې کړي او د لوبې بهترینه لوبغاړی شو.

د نيوزيلېنډ لوبغاړی، راس ټېلر
د نيوزيلېنډ لوبغاړی، راس ټېلر

د کرېکټ د يو ورځني پنځوس اووریز نړيوال جام پایلوبه به د جولای په څوارلسمه په لندن کې کېږي. فاینل ګټونکي ته ۴۰ لکه ډالره او بایلونکي ته به ۲۰ لکه ډالره ورکول کېږي.

تر دې مخکې لوبو کې انګلېنډ او بنګله دېش جنوبي افريقا، ويست انډېز پاکستان ته، سري لنکا او اسټراليا، افغانستان ته او پاکستان انګلېنډ ته ماتې ورکړې. په دې سياليوو کې لس لوبډلې برخه اخلي.

په دې دولسم نړيوال کرکټ جام کې د تېر ځلې اتل اسټراليا، افغانستان، بنګله دېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، پاکستان، جنوبي افریقا، سريلنکا او وېسټ انډيز برخه اخلي.

ګټونکې څلور لوبډلې به نيمه پایلوبې (سيمې فاینل) ته وځي. د يادونې ده چې د ۲۰۱۹ م کال نړيوال کپ جوړښت/فارمېټ (رابن فارمېټ) دی چې پکې به هر يو ټيم په ټورنمنټ کې له شاملو ټولو لوبډلو سره لوبه کوي . په دې کې به هره يوه لوبډله نهه نهه سيالي لري. چې د کومو څلورو لوبډلو پواينټونه زيات وي نو هغه به سيمي فاينل ته ځي.

XS
SM
MD
LG