د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي خان: حکومت قبايلي سيمې له پامه غورځولې دي


اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان دا څرګندونې د اپرېل پر پنځمه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې کړې دي.

نوموړي د خپل ګوند جلسې ته په وينا کې وویل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت دې د قبايلي سيمو ړنګ کورونه بيا جوړ کړي.

اسفندیار ولي خان زياته کړه چې – په خیبر پښتونخوا کې تر شاملېدو وروسته - لا هم د قبايلي سيمو انتظامي پريکړې ګورنر کوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت په وار وار ويلي چې په قبايلي سيمو کې پرمختيايي کارونه روان دي او د هېواد عدالتي او نور نظام يې هلته غځول پېل کړي دي.

پخوانۍ فاټا یا قبایلي سیمې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د پاکستان په اساسي قانون کې تر بدلون وروسته په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې.

تر بدلون وروسته اوس دې سیمو ته د قبایلي ضلعو نوم ورکړل شوی دی خو لا هم د ځايي خلکو په وینا هغسې حقونه نه دي ورکړل شوي لکه د خیبر پښتونخوا نورې سیمې چې یې لري.

د یو شمېر ګوندونو او ډلو له اړخه تر اوسه د دې مخالفت روان دی چې دا سیمې باید بېله صوبه یا کونسل شي.

XS
SM
MD
LG