د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر انعام: اورکزۍ کې د ډاکټرانو او نوور اسانتیاوو کمی پوره کوو


اورکزی قبایلي ضلع
اورکزی قبایلي ضلع

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله ویلي دي چې حکومت په قبایلي ضلعو کې د صحت په لړ کې اصلاحاتو ته لیواله دی.

ډاکټر هشام انعام الله دا خبره د فرورۍ پر اوومه اورکزۍ قبایلي ضلعې ته د لومړي سفر پر مهال غونډې ته په وینا کې کړې ده.

نوموړي له ځايي خلکو سره ژمنه کړې چې په روغتونو کې د ډاکټرانو د کمي او نوروې مسلې به یې ډېر ژر هوارې کړي.

نوموړي ویلي چې دوي د مارچ میاشتې تر لومړۍ نېټې د ځايي روغتونو جاج اخلي او چې هره مسله وي هغه به هواروي.

ډاکټر هشام انعام الله ویلي چې په قبایلي ضلعو کې هسپتالونه جوړ دي خو ډاکټران او نور کارکونکي پکې نشته خو حکومت د دې ستونزې د هواري لپاره چمتو دی.

نوموړي دا اعلان هم کړی دی چې په دې سیمو کې به د صحت داسې ځايي محکمه جوړوي چې خپل فنډونه او د هغوي د خرڅولو واک به لري.

د ده په وینا د دې محکمې د چلولو لپاره به وړتیا لرونکي کسان اخیستل کېږي چې چارې یې په سمه توګه پرمخ یووړل شي.

یو شمېر ځايي خلک په دې اړه اندېښمن دي چې حکومت به د دوي د سیمې د پرمختګ لپاره پر کړو وعدو عمل ونه کړي.

څیړونکی او خبریال صفدر حیات داوړ هم دوي ته ورته نظر لري او وايي چې حکومت ژمنې وکړي خو سر ته یې نه رسوي.

نوموړی وايي حکومت که رښتیا هم د دې سیمو پرمختګ غواړي نو په کار ده چې زر تر زره داسې ګامونه واخلي چې ولس ته څرګند شي.

پخوانۍ قبایلي سیمې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د آییني بدلون له لارې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې وې.

د دې سیمو ځايي خلک وايي ، د دوي ضلعې د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو پرتله ډېرې شاته پاته دي نو ځکه ورته د زیاتې پاملرنې اړتیا ده.

د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وار وار ویلي چې دوي د دې سیمې ودانۍ او پرمختګ ته ژمن دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG