د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي هنګو کې یې د طالبانو یوه قومندان په ګډون څلور وسله وال وژلي


د پولیسو مشر وايي، وسله وال د هنګو له قاضي پمپ سره وژل شوي
د پولیسو مشر وايي، وسله وال د هنګو له قاضي پمپ سره وژل شوي

پېښور - د هنګو پولیسو مشر پیر شهاب علي شاه په سیمه کې د یوه کمانډر په ګډون د څلورو مشکوکه وسله والو د وژنې دعوه کړې.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، دا وسله وال له قاضي پمپ سره نېږدې په ځنګلو سیمه کې د شاهد په نوم د یوه وسله وال په کور کې ول.

د شاه په خبره، استخباراتي ادارې د هغوی له ځایه خبر شول او سمدستي امنیتي سرتېرو او پولیسو د جنورې ۱۵مې شپې مهال په سیمه کې ګډو عملیاتو ته ورغلل.

دی وايي، کله چې سرتېري سیمې ته ورسېدل نو وسله والو ورباندې ډزې وکړې چې پکې څلور واړه ووژل شول.

د پولیسو مشر شهاب علي شاه له دې علاوه نور معلومات ورنکړل.

خو سرچینې وايي، په وژل شویو کې د تحریک طالبان پاکستان کمانډر اسلام شامل دی چې د اورکزیو په کلایه کې د لویې حملې په ګډون په نورو ناامنیو تورن وو.

سرچینې وايي، په برید کې درې نور وسله وال لایق، محب الله او شاهد وژل شوي.

خو تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اورکزیو په کلایه کې د ۲۰۱۸ز کال د نومبر پر ۲۳مه په ځانمرګي برید کې تر ۱۰۰ پورې ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل ول.

د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG