د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو تیارۍ مکملې دي: الېکشن کمېشن


د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې د قبایلي سیمو خلکو یوازې د قامي اسمبلۍ څوکیو لپاره ووټونه اچولي ول
د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې د قبایلي سیمو خلکو یوازې د قامي اسمبلۍ څوکیو لپاره ووټونه اچولي ول

پراګ - د پاکستان الېکشن کمېشن وايي، د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې يې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره تيارۍ مکمل کړي دي.

الېکش کمېشن د جنورۍ پر دويمه په يوه اعلاميه کې د قبايلي ضلعو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د څوکيو په اړه وويل چې د باجوړ به درې، مومندو دوه، خېبر درې، کورمې دوه، اوکرزیو يوه، شمالي وزيرستان دوه، جنوبي وزيرستان دوه او نيمه قبايلي سيمو به يوه څوکۍ وي.

د الېکشن کمېشن يوه چارواکي خور شيد عالم د جنورۍ دویمې پر ماخوستن مشال راډيو ته وويل چې کله حکومت ولسمشر ته د انتخاباتو په اړه فرمان واستوي نو بيا به ولسمشر له الېکشن کمېشن سره مشوره کوي.

دی وايي، تر هغې وروستته به به الېکشن کمېشن د سياسي ګوندونو غونډه کوي او له هغو سره به د حلقه بنديو، د انتخاباتو نېټې او ټاکنو په اړه نور معلومات شريکوي.

تر دې دمه له موږ سره حکومت هېڅ مشوره نه ده کړې. بايد په قبايلي سيمو کې بيا مردم شماري شوې وای.
سردار خان

خورشيد عالم وايي، تر دې وروسته به د سياسي ګوندونو او نورو خلکو شکايتونه اوري او بيا به هر څه ته حتمي شکل ورکوي:

"حلقه بندۍ دومره ګران کار نه دی. موږ تيارۍ مکمل کړي دي. چې کله موږ حلقه بندۍ په ډاګه کړو نو تر درو هفتو پورې به پر دې شکايتونه اورو او همداراز په اوونۍ يا دوو اوونیو کې به هر څه ته حتمي شکل ورکړو. د ووټونو لېسټونه هم تازه شوي دي."

د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه د پاکستان وفاقي کابینې پريکړه وکړه چې د ۲۰۱۹ز تر جون مخکې به د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو منتخب استازی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړی اقبال اپريدی وايي، په قبايلو کې حلقه بندۍ او د انتخاباتو لپاره ټولې تيارۍ بشپړې دي.

خو په باجوړ کې د جماعت اسلامي ځايي مشر سردار خان د جنورۍ پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په دې لړ کې له دوی سره هېڅ مشوره نه ده کړې.

موږ نه غواړو چې د صوبايې اسمبلۍ له نمايندګۍ محرومه پاتې شو. البته چې انتخابات وشي نو د قبايلي سيمو مردم شماري به بیا کوو.
اقبال اپریدی

البته نوموړی وايي ګوند يې په انتخاباتو کې برخه اخلي او خپل کمپاينونه يې پېل کړي دي:

"تر دې دمه له موږ سره حکومت هېڅ مشوره نه ده کړې. بايد په قبايلي سيمو کې بيا مردم شماري شوې وای او پر بنياد یې ورته په صوبايي اسمبلۍ کې لږ تر لږه ۲۴ څوکۍ ورکړې وای. په وروستۍ مردم شمارۍ کې د قبايلو ابادي کمه ښودل شوې."

د حکومتي ګوند غړی اقبال اپريدی د سردار خان دغه غوښتنې جايزې ګڼي خو نوموړی وايي، بيا سرشمېرنه کول ډېر وخت ته اړتيا لري او دوی نه غواړي چې انتخابات وځنډېږي:

"موږ نه غواړو چې د صوبايې اسمبلۍ له نمايندګۍ محرومه پاتې شو. البته چې انتخابات وشي نو د قبايلي سيمو مردم شماري به بیا کوو ځکه چې په ۲۰۱۷ز کال کې د مردم شمارۍ ترسره کولو پر وخت قبايل کډوال ول او د خیبرپښتونخوا په نورو سيمو کې دېره ول.

په پاکستان کې پر پارلېماني سیاست او ټاکنو نظر لرونکې ناحکومتي ادارې (فافېن) يو مشر نصرالله وايي، د قبايلو لپاره صوبايي انتخابات ډېر ارزښت لري ځکه چې له دې سره به هغه سیمې د خیبر پښتونخوا برخه شي:

"قبايل چې له لسګونه کلونو راهيسې له جمهوري حقونو بې برخې پاتې شوي، د دوی لپاره د صوبايي اسمبلۍ انتخابات ډېر مهم دي چې په صوبايي اسمبلۍ کې استازیتوب ولري. له دې سره به قبايل د پاکستان د نورو برخو په څېر حقونه ولري."

د پاکستان پارلېمان، پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په پای کې هغه اییني بدلون منظور کړ چې ورسره سم، قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا برخه شوې.

XS
SM
MD
LG