د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګريس د دواړو خونو مشرانو ته د پولو د امنیت په اړه د معلوماتو لپاره سپينې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر بجټ د اختلاف له کبله د امریکا حکومت په جزوي توګه تړل شوی دی.
د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د سپينې ماڼۍ چارواکیو ویلي چې نن به د کانګريس اتو غړیو ته د کورني امنیت د ادارې له خوا معلومات ورکول کېږي.
دا لا روښانه نه ده چې ایا ولسمشر او د کانګريس غړي به پر بجټ د اختلافاتو ختمولو په اړه خبرې کوي او که نه.
دا معلومات په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د جنورۍ پر درېمه د کانګريس غونډه پېلېږي.
د کانګريس په استازو جرګه کې ډیموکراټ ګوند اکثریت لري.
ولسمشر ټرمپ د امریکا او مېکسیکو پر پوله د دېوال درولو لپاره له کانګرسه پينځه اربه ډالر غواړي خو په کانګريس کې د ډیموکراټ ګوند غړيو تر ۱.۳ اربه ډالرو زياتو پيسو له ورکولو انکار کړی دی.