پراګ - د اکتوبر پر ۳۱مه د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار پرېکړه وکړه چې د مذهب سپکاوي په تور د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي د مرګ سزا ردوي او سمتدسي دې هغه خوشې شي.
د نوموړي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ چې دا فیصله واوروله نو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې د مذهبي ډلو پلویانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې.
د مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د پنجاب او سېند صوبايي حکومتونو د قانون د ۱۴۴مې دفعې نافذولو اعلان وکړ چې د خلکو پر اجتماع، د وسلو پر ګرځولو او پر موټر سایکل پر غبرګې سپرلۍ بندیز لګوي.
ورسره په پنجاب کې حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه عمومي چوټي اعلان کړې. هلته د پاکستان د شخصي سکولونو ټولنې هم په یوه بیان کې د چوټۍ اعلان کړی. خو مذهبي ډلې وايي، د سپریم کورټ فیصلې ضد احتجاج ته دوام ورکوي.
زه وایم چې څومره لوی جرم هم وي، د هغې د سزا یو حد خو به وي کنه؟ داسې خو نشي کېدای چې ټول عمر به یو کس سزايي وي.پخوانی قاضي ناصر اسلم زاهد
د پاکستان سپریم کورټ پخواني قاضي ناصر اسلم زاهد د اکتوبر ۳۱مې پر ماښام مشال راډيو ته وویل، اسیه بي بي کلونه په زندان کې بندي وه چې دا کافي سزا ده.
دی وايي، په پاکستان کې ټول قوانین له اسلام سره سم جوړېږي نو د سپریم کورټ فیصله سمه ده:
"زه وایم چې څومره لوی جرم هم وي، د هغې د سزا یو حد خو به وي کنه؟ داسې خو نشي کېدای چې ټول عمر به یو کس سزايي وي. نو زما په خیال [اسیې بي بي] که څه کړي وي نو کافي سزا یې ګاللې. دویم، دا اسلامي جمهوري پاکستان دی. دلته د اسلام قانون دی او ایین ویلي دي چې هر قانون به له اسلام سره سم جوړېږي."
هلته د پاکستان علما کونسل په نوم د یوې ټولنې مشر حافظ طاهر محمود اشرفي وايي چې د سپریم کورټ فیصله ځکه پر انصاف نه ده ولاړه چې جرګګۍ پکې د مدعیانو دریځ ته ځای نه دی ورکړی:
"که دا فیصله پر عدل او انصاف شوې وای او [مشر قاضي] ثاقب نثار د مدعیانو خبرې هم اورېدلې وای نو بیا به موږ ویلي وای چې دا فیصله سمه او پر انصاف ولاړه ده. موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې په سپریم کورټ کې دې د فیصلې د بیاکتنې یا نظرثانۍ درخواست داخل کړي ځکه چې د دې له کبله په هېواد کې انتشار پیدا شوی او ټول هېواد د احتجاجونو له وجې تړلی دی."
یا خو تاسې دا ووایاست چې د هېواد ایین نه منو، دا هېواد جمهوري نه دی او موږ مسلمانان هم نه یو. ځکه چې په مسلمان کې خو عدل وي.پخوانی قاضي زاهد
خو پخوانی قاضي ناصر اسلم زاهد وايي، د مرګ سزا پر ضد په اعلا عدالتونو کې د درخواست دا معنا نه وي چې عدالت به له سره مقدمه پیلوي بلکې پر دې مهال د وړو عدالتونو د فیصلې ټول اړخونه څېړل کېږي او بیا اخري پرېکړه کېږي.
د ده په خبره، د اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ پر فیصلې احتجاج کول نه دي په کار:
"احتجاج د خلکو حق دی خو [عدالت] یوه فیصله کړې چې خلک یې باید ومني. دا طریقه نه ده چې په زور، د جګړو او تاوتریخوالي له لارې د فیصلې ختمولو هڅې وشي. که احتجاج کوئ هم نو سوله ییز وکړئ، په خاموشئ یې وکړئ او ووایاست چې دا پرېکړه نه منو. خو سپریم کورټ چې فیصله کړې نو تاسې ورباندې څنګه احتجاج کولای شئ؟ یا خو تاسې دا ووایاست چې د هېواد ایین نه منو، دا هېواد جمهوري نه دی او موږ مسلمانان هم نه یو. ځکه چې په مسلمان کې خو عدل وي. د عدل په حساب که ورته وګورئ نو [اسیې بي بي] د دې قضیې په دوران کې څومره کلونه په زندان کې تېر کړل."
د ۲۰۰۹ز کال د جون پر ۱۴مه د پنجاب په شیخوپورې کې درو مسلمانو ښځو پر عیسوۍ اسیې بي بي د اسلام پیغمبر د سپکاوي تور پورې کړ او د سیمې یو خطیب یې خبر کړ.
پولیسو بي بي په دې تور ونیوله او د ۲۰۱۰ز کال په نومبر کې یوه عدالت نوموړې ته د مرګ سزا واوروله ځکه چې د پاکستان د مجازاتو یا سزاګانو د قانون په یوه برخه کې راغلي چې که پر یوه کس د پیغمبر د سپکاوي تور ثابت شي نو عدالت یې ورته په دار د ځړولو سزا اورولای شي.
اسیه بي بي د عدالت د پرېکړې پر ضد د لاهور هایکورټ ته ورغلله خو هغه عدالت په ۲۰۱۴ز کال کې د هغې د مرګ سزا فیصله برقراره وساتله.
د پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۵ز کال کې د اسیې بي بي درخواست منظور کړ او د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر اتمه یې د نوموړې په اړه فیصله محفوظه کړه.