محمود خان اڅکزی: په انتخاباتو کې د درغلیو ویډیويي ثبوتونه لرو
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د جولايي پر ۲۵مه په عامو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي او دوی به یې پرضد هم احتجاج کوي او هم به د انتخاباتو کمېشن ته ورځي. محمود خان اڅکزي دا خبره د سه شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې کړې ده او وايي چې دوی د درغلیو په اړه ویډیويي ثبوتونه لري. د پاکستان انتخاباتو کمېشن تورونه ردوي او وايي چې ټولټاکنې رڼې او منصفانه وې. د مشال راډیو خبریال بوریوال کاکړ له محمود خان اڅکزي سره په پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته حالاتو باندې خبرې کړې دي. د محمود خان اڅکزي مرکه دلته واورئ
برخې
-
نومبر ۰۵, ۲۰۲۴
کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟
-
اکتوبر ۰۸, ۲۰۲۴
پي ټي اېم وايي پر بنديزونو سربېره به "د پښتنو قامي عدالت" جوړوي
-
سپټمبر ۱۰, ۲۰۲۴
د لکي مروت پولیس ولې په احتجاج دي؟