په توبه اڅکزۍ کې د انتخاباتي عمل په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شکایت
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه سیاستوال او سېنېټر عثمان خان کاکړ تور پورې کړی دی چې د بلوچستان په توبه اڅکزۍ سیمې د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۳مې حلقې د ګوند له پلویانو څخه شناختي کارډونه اخیستل شوي او د رایې ورکولو مرکز تړل شوی دی.
کاکړ دا تور د بلوچستان انتخاباتي کمېشن ته په استولي لیک کې پورې کړی چې یوه خبریال او د ټولنیزو رسنیو فعال مالک اڅکزي پر ټوېټر خپور کړی دی.
په لیک کې د کوټې تر برید وروسته د ۱۲ پولېنګ سټېشنو د تړلو ادعا هم شوې او دا هم ویل شوي چې د ۲۶۳مې حلقې د مکو کڅ په یوه پولېنګ سټېشن کې د ووټ اچولو بهیر ورو دی او یوه رایه له ۳۵ تر ۴۰ منټونو پورې وخت اخلي.
کاکړ په لیک کې د انتخاباتي کمېشن له صوبايي مشره غوښتنه کړې چې د دې صورتحال نوټس دې واخلي.
صوبايي الېکشن کمېشن د سېنېټر عثمان خان کاکړ د دې لیک په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.
د مالک اڅکزي پر ټوېټر د خپور لیک انځور لاندې ووینئ.
د انتخاباتي عمل په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شکایت Pashtunkhwa Milli Awami Party sent a complaint to the electi… https://t.co/sYAa6rp2Fw
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله شبیر احمد جان
د مومندو، باجوړ او مردان انتخاباتي عمل
مومند: د ووټونو اچولو لړۍ روانه ده خو زيات ووټونه اچول شوي او پاتې ووټران زياتره مېرمنې او مزدوران دي.
د نورو وختونو پرتله دا ځل زياتو ښځو رایې کارولې دي.
باجوړ: خلک ووټونو اچولو ته تللي خو زيات شمېر خلکو خپلې رايې اچولي دي.
مردان : د رايو اچولو عمل په ښه توګه ترسره شو خو د ګرمۍ او سختو امنيتي ګامونو له وجې د ووټونو اچولو عمل تر څه حده اغېزمن شوی.
پاکستان کې میلیونونو خلکو خپلې رایې وکارولې. د ووټ ورکولو بهیر پای ته رسېدلی او انتخاباتي افسران دا مهال رایې شماري… https://t.co/ZpC6svmRJa
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۵.۷.۲۰۱۸