- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
په پاکستان کې د انتخاباتي کمېشن افسرانو د ووټونو شمېر پیل کړ
- په عمومي ډول، د جولای پر ۲۵مه د انتخاباتو بهیر په امن تر سره شو خو په کوټه کې ځانمرګی برید وشو او په صوابۍ کې د دوو ګوندونو پلویانو په یو بل ډزې وکړې چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
- د پاکستان په ځېنو نورو برخو کې هم هوايي ډزې وشوې او په ځېنو ځایونو کې د ځېنو بې قاعدګیو خبر هم ورکړل شو خو د الېکشن کمېشن ویاند مشال راډیو ته وویل چې ۸۰ فیصده شکایتونه واړه ول چې دوی سمدستي حل کړل.
- د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، په هېواد کې ټول شاوخوا ۱۰۶ میلیونه کسان د رایې ورکولو وړ ول.
- د پاکستان پر وخت د مازیګر تر شپږو بجو پورې به هر وړ کس دوه ووټونه واچول. د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره شين کاغذ او د صوبايي اسمبلۍ د استازي انتخاب لپاره سپین بیلېټ پېپر وکارول شو.
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او مېرمن یې په راولپېنډۍ کې خپله رایه وکاروله.
د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار ویاند مېجر جنرال اصف غفور پر ټوېټر بیان لیکلی او د پوځ د مشر د ووټ ورکولو ویډیو یې خپره کړې چې تاسې یې لیدلای شئ.
- لیکوال/لیکواله عمر وزیر
بنو: د قامي اسمبلۍ د ۳۵ مې حلقې د يو پولېنګ سټېشن (نمبرون سکول) نارسمي او غیر حتمي نتيجه مخې ته راغلې.
د تحريک انصاف مشر عمران خان ۳۴۰ او د متحده مجلس عمل اکرم دراني ۲۲۶ ووټونه ګټلي دي.
نور معلومات وروسته...
- لیکوال/لیکواله بوریوال کاکړ
په پاکستان کې میلیونونو خلکو د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره د استازو ټاکلو په ترځ کې رایې وکارولې.
په ویډیو کې د بېلا بېلو ښارونو د ووټونو اچولو بهیر ښودل شوی.