د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې امنيت ښه شوی: برتانوي ليکوال


پاکستان کې امنيت ښه شوی: برتانوي ليکوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

برتانوي ليکوال او په دې وروستيو کې د پاکستان کرکټ ټيم او برتانوي رسنيو ترمنځ شوي د کرکټ لوبه کې د خپلې لوبډلې مشر پيټراوبورن وايي پاکستان د لوبو تر څنګ په اقتصادي مېدان کې هم مخ پر وړاندې روان دی. مشال رېډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي اوبورن وويل دی وړاندې هم قبايلي سيمو ته ورغلی وو خو دا وار يې وليدل چې وسله وال له هغه ځایه ويستل شوي دي او هم په دې سبب دوي د ميرانشاه په يونس خان کرکټ لوبغالي کې د هغه لوبې نه خوندونه واخېستل چې د ستمبر پر ۲۱مه ترسره شوی وه. پيټر وايي که څه هم د شمالي او جنوبي وزيرستانه وسله وال ويستل شوي دي خو يوه يا دوه سيمې شته چې هلته اوس هم امنيتي ستونزه موجوده ده. د پاکستان د موجوده حالاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل د څو کاله وړاندې په پرتله په ننني حالات ډېر بدل دي. "د غربي نړۍ پوهانو دعوې کولې چې طالبان جوهري وسله اخلي خو زه د دغه پوهانو په خبرو يقين نه کووم". په پاکستان کې د لوبو او په خصوصي توګه د کرکټ په اړه پيټراوبورن وايي د پاکستان کرکټ ټيم نه بغېر د کرکټ نړۍ نيمګړې ده بايد نړيوال کرکټ کونسل پاکستان سره مرسته وکړي چې دلته د کرکټ شاړ مېدانونه يو وار بيا اباد شي.

XS
SM
MD
LG