د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احتساب اداره پوهنتونونو کې د درغلۍ په اړه څېړنې غواړي


پراګ - د خیبر پښتونخوا د احتساب اداره وايي، د صوبايي پوهنتونونو مشرانو ته یې یو لیک استولی او له هغوی یې غوښتي چې د لوړو زده کړو – اېم فېل او پي اېچ ډي – زده کوونکي دې د درغلۍ (اداري فساد یا کرپشن) پر موضوعاتو څېړنو ته وهڅوي.

د دې ادارې یوه مرستیال مشر میا محمد وقار د دوشنبې یا ګل پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د دې لیک موخه دا ده چې له ټولنې څخه د درغلۍ د ختمولو لپاره سپارښتنې تر لاسه کړي او زده کوونکي او پوهان وهڅوي چې پر دې موضوع اګهي پیدا کړي.

هلته د پېښور پوهنتون مشر محمد اصف وايي، دوی وار له مخه له بېلا بېلو ادارو سره یوځای د اداري فساد او بدعنوانۍ پر موضوعاتو څېړنیزې غونډې، سیمینارونه او مباحثې جوړوي:

((تر دې مهاله خو ما د احتساب ادارې لیک نه دی لوستی خو زما په اند د درغلۍ له کبله چې زموږ هېواد ته څومره زیان رسېدلی، پر هغې باید څېړنې وشي. دا خبره هم کول غواړم چې که موږ ته د احتساب اداره ووايي او که نه، په پېښور پوهنتون کې داسې څانګې او ادارې شته چې له اوږدې مودې راهیسې پر دې موضوع تحقیق کوي او مقالې خپروي. نو په دې لړ کې د احتساب ادارې د وینا ضرورت نشته.))

اصف زیاته کړه چې که د احتساب اداره بیا هم غواړي چې د درغلۍ په اړه سپارښتنې تر لاسه کړي نو بیا باید یوه منظمه تګلاره جوړه شي.

د چارسدې په باچا خان پوهنتون کې د اېم فېل زده کوونکی اکبر هوتي وايي، ده د خیبر پښتونخوا د اوبو سرچینو په اړه څېړنه بشپړه کړې او غواړي چې د درغلۍ په اړه هم څېړنې وکړي.

د خیبر پښتونخوا د احتساب ادارې مرستیال مشر میا محمد وقار زیاتوي، په ۱۹۹۹ز کال کې د احتساب د منظور شوي قانون درې برخې دي، یو یې د درغلۍ مخنیوی، بل یې د قوانینو عملي کول او درېیم د ولس اګهي یا خبرول – نو ځکه دوی له پوهنتونونو څخه د کرپشن پر موضوع د کار کولو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG