یوازې پښتونخوا ۲۵ زره مېګا واټه بجلي پیداکولای شي. عادل خټک
د بجلۍ پیدا کولو تر ټولو اسانه لار دا ده چې له اوبو پیدا شي او موږ ډېر خوش-بخته یو چې په پښتونخوا کې له موږ سره ډیرې اوبه دي. که چېرې ډېمونه جوړ شي نو ۲۵ زره مېګا واټه بجلۍ یوازې په پښتونخوا کې پیدا کېدلی شي. په پاکستان کې د تېلو پنځوس فیصده او د قدرتي ګېس پنځلس فیصده په پښتونخوا کې پیدا کېږي خو په سیمه کې د اوږدې بیقرارۍ له کبله دلته له بهره پانګه اچونه (سرمایه کاري) نه کېږي او هم دغه وجه ده چې له دې قیمتي وسیلو پوره ګټه نه پورته کېږي. دا خبره د اټک ریفاینري چیف ایګزیکیټیو افیسر محمد عادل خټک د مشال ریډیو له همکار شاهین بونېري سره د "د مشال مرکه" کې وکړه.
برخې
-
دسمبر 04, 2025اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فروری 09, 2025بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوری 26, 2025د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟
-
نومبر 28, 2024اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي