د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهلي د زیاتو سلیزو دوهم لوبغاړی شو


د هند کرکټ ملي ټیم کپټان ویرات کوهلي د نړیوال کرکټ په یو ـ ورځنیو لوبو کې د ۳۰ سلیزو په جوړولو سره په دغو لوبو کې د تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې دوهم ځای ونیولو.

کوهلي د یکشنبې په ورځ خپله ۳۰مه سلیزه د سریلانکا په پریماداسا کرکټ لوبغالي کې د سري لنکا له کرکټ ټیم سره په لوبېدونکې یوې ورځنۍ لوبه کې ووهله او تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکی دوهم لوبغاړی شو.

د هند او سري لنکا ترمنځ په دې وروستیو کې په سري لنکا کې د ټسټ او ۵ یو ورځنیو لوبو سیریز یا لړۍ روانه وه چې د هندوستان کرکټ ټیم د ویرات کوهلي په مشرۍ په دغو ټولو ۵ یو ورځنیو لوبو کې سریلنکا ته ماتې ورکړه او دا لړۍ یې ۵.۰ وګټله.

دا د سري لنکا پر خلاف په روان سیریز کې د ویراټ کوهلي دوهمه پرله‎پسې سلیزه وه.

تر دې مخکې نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغو لوبو د لړۍ په څلورمې لوبه کې هم سلیزه وهلې وه.

د کرکټ د نړۍ په یو ورځنیو لوبو کې د تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو په لېست کې لا تر دې دمه د هند کرکټ ټیم پخوانی لوبغاړی او کپتان سچن ټنډولکر لومړی مقام لري.

نوموړي له ۱۹۸۹میلادي کال څخه تر ۲۰۱۲ پورې ۴۶۳ یو ورځنۍ لوبې لوبولي او په دغو کې یې د کرکټ د نړۍ تر ټولو زیاتې ۴۹ سلیزې وهلي.

تر ټنډولکر وروسته په دغه لېست کې دوهم مقام د اسټرالیا د پخواني لوبغاړي او کپټان ریکي پونټنګ و.

پونټنګ له ۱۹۹۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۲ میلادي کال پورې ټولټال ۳۷۵ یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې په دغو کې یې ۳۰ سلیزې وهلې وې.

خو د هندوستان د کرکټ ټیم اوسني کپټان ۲۸ کلن ویرات کوهلي وتوانېده چې یوازې د ۱۹۴ ورځنیو لوبو په لوبولو د تر ټولو زیاتو سلیزو جوړونکو په لېست کې ریکي پونټنګ شاته پرېږدي او دوهم مقام وګټي.

سربېره پر دې ویرات کوهلي په روان ۲۰۱۷ میلادي کال کې لومړنی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر دې دمه تر ټولو زیاتې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې هندي رسنیو د خپل کرکټ ټیم د کپټان له‎خوا د دغه مقام په ګټلو ډېره خوښي ښودلې او د کرکټ په نړۍ کې یې ویرات کوهلي د «Runs Machine» یا د منډې جوړونکي مشین په نامه یاد کړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG