د متحده قبایل پارټۍ یو مشر ملک حبیب نور مشال راډیو ته وايي، د دوی غوښتنه ده چې د سیمې بې کوره کړل شوي خلک دې د سرشمېرنې په دې عمل کې شامل کړل شي.
په ۲۰۱۰ کال کې وسله وال طالبانو پرضد پوځي عملیاتو تر پیلېدو وروسته د اورکزیو خلکو خپل کورونه پرېښي ول چې پکې د بره اورکزو زیاتره خلک لا هم په مختلیفو ځایونو کې د کډوالی ژوند تېروي.
یو بل ځايي مشر ملک جان میر وايي، که حکومت غواړي چې د اورکزیو خلکو په صحي توګه شمېرنه وشي نو ورته له پېښور علاوه په کوهاټ او هنګو کې بېل او ځان له د شمېرنې مرکزونه جوړ کړي.
بلخوا د فاټا سټوډنټس آرګنایزیشن د ښځیو څانګې مشره ثمرین خان وزیر هم د شمېرنې په عمل کې قبایلو او د سیمو متاثرینو ته مناسب نمایندګي او واضحه کړنلاره نه ورکولو پر ضد د اسلام اباد په هايي کورت کې درخواست جمع کړی دی.
ثمرین خان وزیر مشال ریډیو ته وايي، د دوی غوښتنه وه چې ځايي او بې کوره شوو خلکو مسلې تر حل کولو وروسته هلته په قبایلي سیمو کې دې سرشمېرنه او کور شمېرنه وشي خو که و نه منل شوه نو په های کورټ کې یې درخواست جمع کړو.
په اورکزو کې د شمېرنې ادارې یو مشر رحمان مشال ریډیو ته وايي، په مختلیفو ښارونو کې د سیمې بې کوره شویو خلکو لپاره د شمېرنې مرکزونو د جوړولو او د دوی پر نورو غوښتنو له لوړپوړو چارواکیو سره یې خبرې اترې روانې کړې دي.
واضحه دې وي چې په ټول ملک کې شپږمه سرشمېرنه او کور شمېرنه د مارچ له پنځلسسمې نېټې پیل شوې ده چې دا به د اپرېل میاشتې تر ۲۵ نېټې پورې په دوو پړاونو کې ترسره کېږي.